تاند ( دوشنبه د مرغومي – جدي ۱۵مه) په سږني نړیوال لیګ کې د افغانستان لوبېدونکي لوبغاړي تر نورو کلونو ښه وځلېدل او ښې لاسته راوړنې یې درلودې.
د سږني نړیوال لیګ په ټولو لو کې د افغان لوبغاړو لوبې:
ګوربز د سږني نړیوال لیګ تر ټولو مخکښ شپږیزه وهونکی اعلان شو او ورسره سم بیا وقار سلامخیل افغان ورو توپ اچوونکی بیا تر ټولو مخکښ وېکټ اخیستونکی اعلان شو.
ګوربز د یاد لیګ په ټولو لوبو کې تر ټولو ډېرې ۲۰ شپږیزې وهلې وې او سلامخیل بیا په ۱۱ لوبو کې تر ټولو ډېرې ۱۸ وېکټې اخیستې وې.
دغه راز عظمت الله عمرزی بیا د نړیوال لیګ پنځم مخکښ شپږیزه وهونکی شو. نوموړي ۱۴ شپږیزې وهلې دي.
د ده ترڅنګ محمد نبي عیسی خېل بیا په سږني نړیوال لیګ کې تر حیدرعلي او شکیب الحسن وروسته ترټولو په ښه ایکانومۍ توپ اچونه کړې ده.
هغه په سږني نړیوال لیګ کې په ۵ اعشاریه ۱۴ ایکانومۍ توپ اچوونه کړې ده.
د دې لیګ بیا تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی سم کرن اعلان شو، چې په ۱۲ لوبو کې یې ۳۹۷ منډې ترسره کړې وې او خپله لوبډله یې اتلولۍ ته ورسوله.
د سږني نړیوال لیګ پای لوبه تېره شپه ترسره شوه، چې په کې ډیزرټ وایپرز لوبډلې ام ای امارات لوبډلې ته په ۴۶ منډو توپير ماته ورکړه او اتلولي خپله کړه.

په پای لوبه کې بیا فضل الحق فاروقي د خپلې لوبډلې لپاره په ۴ اورونو کې ۳۳ منډو په ورکړې سره د مقابلې لوبډلې دوه مهم لوبغاړي اوټ کړل خو لوبډله یې په توپ وهنه کې ونه ځلېده او د ۱۸۲ منډو هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او یوازې یې ۱۳۶ منډې وکړې.