تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۵مه) چین او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې، په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
په اعلامیه کې چې، د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدنې وروسته خپره شوې، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه ټینګار شوی دی.
اعلامیه کې دواړو لورو یادونه کړې چې، له افغانستان سره په دې برخه کې همکارۍ ته بشپړ چمتو دي.
په دغه اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې، اسلام اباد او بجینګ د کابل او نړیوالو ترمنځ همږغۍ ته هم چمتووالی لري.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د ورته څرګندونو په غبرګون کې دا ډول څرګندونې په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.
دا اعلامیه چین ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال اسحاق ډار تر سفر او د ډار او چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يې تر لیدنې وروسته نن (دوشنبه) خپره شوې ده.
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لاهم عادي شوې نه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هر راز سوداګري بنده ده.
مونږ افغانان هم په پنجاب کې ټول ګډونه حکومت ترڅنګ د عمران خان آزادي غواړو .
ددوی مقصد د ټولګډونه څخه څه دی؟ که مقصد یې پخوانیو مفسدینو، غلو، جاسوسانو او خاینینو ته برخه ورکول وي نو غوښتنه یې بېځایه او غیر معقوله ده. که ددوی مرام کار اهل کار ته سپارل وي او ټول نظام د یوې ډلې لخوا انحصار وي بیا معقوله ده. ځکه دا د ټولو افغانانو غوښتنه هم ده چې بې له ژبني، سمتي او ډلیز تعصبه باید کار اهل کار ته وسپارل شي او هر څه باید ملا انحصار نکړي.