پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهایران افغانانو ته د کال ۲۰۰۰ کاري ویزې ورکوي

ایران افغانانو ته د کال ۲۰۰۰ کاري ویزې ورکوي

تاند ( دوشنبه د مرغومي – جدي ۱۵مه)  د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین محمد زاهد احمدزي د ایران اسلامي جمهوریت د کار او ټولنیزې سوکالۍ وزارت مرستیال سید مالک حسیني په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي.

احمدزي ویلي چې، ایران غواړي افغانانو ته هر کال تر ۲،۰۰۰ کاري ویزې ته ورکړي.

په دغه دوه‌اړخیزه لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا، ایران ته د ماهرو افغان کارګرو د لېږد، د کاري او علمي تجربو د شریکولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تخنیکي خبرې هم کړې دي.

 د طالبانو وزیر په ایران کې د مېشتو غیرقانوني افغان کارګرانو لپاره د قانوني کاري جوازونو په برابرولو، د فني او حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو په پراختیا او د ګډو تخنیکي روزنیزو پروګرامونو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړه چې اوسمهال بېکاري د افغانستان یوه ستره ننګونه ده او د هغې په حل کې د ګاونډي هېواد مرسته او تجربې دواړه اړینې دي.

ایراني پلاوی سید مالک حسیني، ویلي چې ایران چمتو دی ترڅو په قانوني ډول د افغان کارګرانو تنظیم، د ماهرو او مسلکي کاريګرو تبادله، د فني او حرفوي زده‌کړو د لنډمهاله او اوږدمهالو پروګرامونو جوړول او د کاري تجربو شریکول ترسره کړي.

 حسیني هیله ښودلې چې د بصیري حرفوي زده‌کړو مرکز ته به پاملرنه زیاته شي، په ایران کې مېشت غیرقانوني کډوال به قانوني هویتي مدارک ترلاسه او د غیرقانوني کارګرانو د تګ مخنیوی به وشي.

دواړو لوریو د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو اړتیاوو، فني او حرفوي زده‌کړو، کډوالو چارو او نورو اړوندو موضوعاتو د حل لپاره د ګډې کاري کمیتې جوړولو هوکړه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...