پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه هرات کې تېر کال کابو ۳۵۰ تولیدي او صنعتي فابریکو فعالیت...

په هرات کې تېر کال کابو ۳۵۰ تولیدي او صنعتي فابریکو فعالیت پیل کړی

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۶ مه)  د هرات ولایت سیمه‌ییز مسوولان وایي، چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي او یو شمېر نورو سیمو کې نژدې ۳۵۰ کوچنیو او لویو تولیدي او صنعتي فابریکو فعالیت پیل کړی دی.

د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، باختر خبري آژانس ته وویل چې د صنعت‌کارانو هر اړخیز ملاتړ، پانګه‌والو ته د لازمې اسانتیا برابرول، د تعرفو کمول، اومو موادو ته اسانه لاسرسی، د جواز اخیستنې د پروسې ساده کول او په اداري چارو کې اسانتیاوې هغه مهم عوامل دي چې په هرات کې یې د صنعت د پراختیا او پانګونې د جلب زمینه برابره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې یادو فابریکو په بېلابېلو تولیدي او صنعتي برخو کې فعالیتونه پیل کړي، چې له امله به یې نه یوازې کورني تولیدات پیاوړي شي، بلکې سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د هرات د والي ویاند په وینا، د صنعتي فعالیتونو پراختیا به د هېواد د اقتصادي ځان‌بساینې، د وارداتو د کموالي او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

سرچینې همداراز وایي، چې د هرات ولایت مقام ژمن دی څو د صنعت‌کارانو او پانګه‌والو د دوامداره ملاتړ له لارې د اقتصادي ودې او پر له پسې پرمختګ لپاره لا مناسب او ښه چاپېریال رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...