تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۵مه) په پاکستان کې سوداګر وايي، له افغانستان سره د اوږدې مودې په مخه د سوداګري لارو د تړل کېدو له امله دوهاړخیزه سوداګري او ترانزیټ سخت زیانمن شوې دي، چې دا چاره د سترو مالي تاوانونو او پراخې بېروزګارۍ سبب شوې ده.
سوداګرو دا څرګندونې په پېښور کې د سرحدي سوداګرۍ او صنعت خونې (سرحد چیمبر اف کامرس انډ انډسټري) د اجرائیه کمېټې په غونډه کې وکړې، چې مشري یې د خونې رئیس جنید الطاف کوله.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په غونډه کې د خونې لوړپوړي مشران، د کمېټې غړي، سوداګر، صنعتکاران، واردوونکي او صادرونکي حاضر وو. ګډونوالو د پاکستان–افغانستان ترمنځ د تګ راتګ د ټولو لارو پر تړل کېدو بحث وکړ او په دې مهمه موضوع یې ګډ دریځ خپل کړ.
غونډې ټینګار وکړ چې دا ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل شي او دوهاړخیزه او ټرانزیټ سوداګري باید بېرته پیل شي، تر څو د سوداګرې ټولنې د لا زیاتو مالي زیانونو مخه ونیول شي.
اجرائیه کمېټې څرګنده کړه چې سوداګریزه ټولنه د وضعیت له جديت او د هېواد له کورنیو او بهرنیو امنیتي ستونزو په بشپړ ډول خبر ده.
خو غونډې دا هم ټینګار وکړ چې د اقتصادي ثبات، ودې، سوداګرۍ او صنعتي فعالیتونو لپاره د دوهاړخیزې سوداګرۍ بیا پیل ډېر ضروري دی.
د خونې رئیس جنید الطاف ګډونوالو ته وویل چې دا مهال د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت سوداګرۍ له ۱۲ زرو څخه زیات کانتینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي، او سوداګر اړ شوي چې د ډېمریج او ډیټنشن (ځنډ) ډېر فیسونه ورکړي.
جنید الطاف زیاته کړه چې د سرحد تړل کېدو له امله د ژر خرابېدونکو توکو صادرات ګډوډ شوي، بېروزګاري زیاته شوې، او هغه سرحدي ټولنې چې د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې په سوداګرۍ پورې تړلې دي، له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د وضعیت جديت باید وپېژندل شي او دا موضوع باید په بېړني ډول حل شي.
هغه دا هم وویل چې د اړوندو لوریو د راپورونو له مخې، هره ورځ د کانتینرونو د ځنډ له امله میلیونونه ډالر زیان رامنځته کېږي، او په بانکي ضمانتونو او د کانتینرونو په امنیتي زیرمو کې میلیاردونه روپۍ بندې پاتې دي.
د تصفیې (کلیرنګ) اجنټانو او بانډ لرونکو ترانسپورتي شرکتونو نغدي وسایل ختم شوي، په داسې حال کې چې بهرني بار وړونکي شرکتونه لا هم خپل اضافي لګښتونه زیاتوي.
په همدې حال کې د پنجاب سوداګرو حکومت ته ۲۱ ورځې وخت ورکړی چې لارې خلاصې کړي او که یې خلاصې نه کړای شوې دوی به د لاهور او پنجاب سړکونه وتړي.
پاکستان د اکتوبر په میاشت کې پر افغانستان له هوايي برید او د طالبانو له ځوابي حملو وروسته لارې بندې کړې. د طالبانو حکومت ویلي چې دا ځل به تر هغو لارې خلاصې نه کړي چې پاکستان کلک ضمانت نه وي ورکړی چې بیا به په هیڅ پلمه له افغانستان سره خپلې لارې نه بندوي.
په دې برخه کې افغان لوری حق پرجانب دی ، ځکه پنجابیان هر وخت چې وغواړي د ماشومانو په شان دا لارې تړي او د نړیوالو حقوقو ، کنوانسیونونو ، دوه اړخیزو تړونونو ، د ګاونډیتوب ، اسلامي ورورولۍ او انساني همدردي هېڅ پروا نه کوي .
داسې ذلیل ، بې سترګو ، ظالم او مړسترګی ګاونډی د نړۍ په هېڅ کونج کې نشته.
دوی باید افغاني لوري ته کلک او قوي ضمانتونه ورکړي ، چې په هېڅ وخت کې به دا لار نوره نه بندوي . ځکه افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او آزادو اوبو ته لار نه لري . د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنوانسیونونو د نورمونو پر اساس افغانستان حق لري د خپلو تجارتي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د ګاونډیو له خاورې او بندرونو نه استفاده وکړي . د پخواني او خدای بښلي شوروي اتحاد د کور ودان وي ، که کمونست او زمونږ دعقیدې مخالف هم و، هېڅکله یې د افغانستان د سوداګرو پر مخ خپلې دروازې او بندرونه ونه تړل.
لعنت دې وي پر دې منافق او اسلام ضد ګاونډي ، چې نه پر خپل خلکو رحم کوي او نه په خپلو ګاونډیانو .