پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهملګرو ملتونو پر افغان ښځو د بندیزونو دوام د اندېښنې وړ بللي

ملګرو ملتونو پر افغان ښځو د بندیزونو دوام د اندېښنې وړ بللي

تاند( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۵مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد یو وار بیا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغې له طالبانو غوښتنه کړې چې، پر افغان نجونو او ښځو لګول شړي بندیزونه باید لرې کړي.

امینې محمد پرون یک شنبه پر خپله اکسپاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې د کار او زده کړو په ګډون له یو شمېر بندیزونو سره مخ دي.

د هغې په وینا، نړیواله ټولنه باید دا بندیزونه له پامه و نه غورځوي.

تر اوسه طالبانو د امینې محمد څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو تر دې وړاندې طالبانو په وار، وار ویلي چې، په افغانستان کې هر څوک له خپلو حقوقو برخمن دي او د زده کړو په اړه یې خبري روانې دي.

د نظر خاوندان هم د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو برخه کې بې پروا او غولوونکی چلند د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې، باید ښوونځيو او پوهنتونو کې نجونو ته اجازه ورکړل شي څو زړه کړې وکړي.

دوی وایي هېڅ بهانه نه ده پاتې چې له امله یې د نجونو زده کړې بندې وي او ټینګار کوي چې، د دې بندیز دوام له افغانستان سره ظلم او غیرمسوولانه چلند دی.

1 COMMENT

  1. یواځې په اندیښنو ښودلو څه نه کیږي مونږ هم دا اندیښنه لرو څه مو وکړل؟ بې له ظاهري امنیته نور خلک څه لري مګر کوم مرګونه یا ټارګیټ کیلینګ چې اوس کیږي او بیا د شخصي شخړو نوم ورکول کیږي ساری نلري. د خلکو ژوند د مړو بدتر دی. په کور کې که یو کس دی که لس ټول بیکاره دي، د مرض د علاج، د خوراک د لباس پیسې نشته نیمو نه زیاتو خلکو ته ذهني مشکل پیدا دی. د هر کس په شکل کې غم او خفګان وینې خو چاره نشته. او ماشاالله ملت هم داسې باتور دی چې د نیکونو تاریخ یې وشرماوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...