تاند( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۵مه) افغان سوله کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د ایران “بحران” ورځ تر بلې په ژورېدو دی او د دې هېواد د رژیم د ځواک بنسټونه اوس له خطر سره مخ دي.
خلیلزاد ټینګار کړی، د ایران حکومت د دوو سختو انتخابونو سره مخ دی؛ یا باید امریکا سره هوکړه وکړي، له بندیزونو خلاصون ومومي او نړیوال مالي ملاتړ ترلاسه کړي، یا د خلکو د اعتراضونو د کنټرول لپاره له ځواکه کار واخلي.
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې دویمه لاره ښايي ناکامه شي او د امنیتي ادارو دننه اختلافات رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې، لکه څنګه چې وضعیت خرابېږي، ایران ښایي د ټرمپ ادارې سره د یوې معاملې لپاره چمتو شي.
د تېرې اوونۍ راهیسې په ایران کې پراخ لاریونونه پیل شوي چې، لسګونه کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې ایران دې د اعتراض کوونکو پر وړاندې له زور زیاتي کار نه اخلي او که اړتیا شي، مداخله کوي.
د ټرمپ تر ګواښ وروسته بیا ایراني چارواکو ګوتڅنډنه وکړه چې، هېڅوک د دوی په داخلي چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او دوی به اجازه هم ورنکړي.
په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې پر وینزویلا د امریکا برید او کیوبا ته ګواښ هغه څه دي، چې ښايي په سیمه کې د امریکا د دغو بریدونو زور تر ایران او چین هم راورسېږي او ښايي افغانستان هم اغېزمن کړي.
سره له دې چې ټرمپ پرون یوځل بیا افغانستان کې د پاتې امریکایي وسلو په تړاو څرګندونې هم کړې دي.
بل لورته برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر آیت الله علی خامنه اي، د هېواد په روانو اعتراضونو او ترینګلي وضعیت کې د وتلو بدیل پلان لري.
راپور وايي، که امنیتي ځواکونه د اعتراضونو د کنټرول توان ونه لري یا د خامنه اي امرونه نه عملي کوي، هغه پلان لري چې اول لاس کسانو سره له تهران ووځي.
د راپورونو له مخې، خامنه اي به له خپلې نږدې کړۍ سره چې شاوخوا ۲۰ کسان یاد شوي، له ایران ووځي او احتمالاً چې روسیې ته به ولاړ شي.