Homeخبرونهپولیسو کابل ښار ته د ۱۱ زره موټرو د ننوتو مخه نیولې

پولیسو کابل ښار ته د ۱۱ زره موټرو د ننوتو مخه نیولې

تاند ( دوشنبه د مرغومي – جدي ۱۵مه)  د طالبانو د عامه امنیت پولیسو د رسنیو دفتر په یوه خبرپآڼه کې ویلي چې، د عامه امنیت پولیسو، د ترافیکو ریاست سره په همکارۍ، په تېره اونۍ د کابل ښار په دروازو او د ښار په چک‌پواینټونو کې ۱۳۱۰ ملکي او نظامي موټرې درولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې موټرو کې بې اسناده موټرونه او د رنګه ښیښو لرونکي موټرې شامل دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د ټولو درول شوو موټرو څخه ۱۲۷ موټرونه د کابل ښار په مختلفو پوستو کې ښاري پولیسو ته لیږدول شوي دي.

دغه راز د ولایتي موټرو په ګډون ۱،۱۸۳ موټرې کابل ښار ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت پولیسو مشر ملا عبدالرحیم ظهیر د قانون پلي کولو کې د دغو اقداماتو هرکلی کړی او له خلکو یې غوښتي چې خپل وساېط له قانون سره سم برابر کړي.

د هغه په ​​وینا، د قانون خلاف هر ډول عمل جرم ګڼل کیږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...