Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتېره اونۍ پر رېللار تر ۱۷۰ زره مټریک ټنه زیات صادرات او...

تېره اونۍ پر رېللار تر ۱۷۰ زره مټریک ټنه زیات صادرات او واردات شوي

تاند ( دوشنبه د مرغومي – جدي ۱۵مه)  د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې، تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۰ زره ۶۲۶ مټریک ټن صادرات او واردات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې، د حیرتان بندر له لارې ۱ لک ۱۳زره ۳۵۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۲ زره۹۷۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹ زره ۵۴۴ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۲۴زره ۷۶۱ ټنه انتقالات شوي دي.

حق شناس لیکلي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي.

د هغه په وینا په تیره اوونۍ کې ۳۲۰ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او معدني ډبرې دي.

د نوموړي په وینا هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

حق شناس وایي د طآلبانو ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...