پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامریکايي پوځیانو د وینزویلا ولسمشر څنګه وتښتاوه؟

امریکايي پوځیانو د وینزویلا ولسمشر څنګه وتښتاوه؟

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۵مه) د شنبې د ورځې (د جنورۍ ۳ مه) د سهار په لومړیو ساعتونو کې، د امریکا د پوځ ځانګړو ځواکونو بې ساري هالیووډي عملیات وکړل او یوازې په څو دقیقو کې یې د یوه هېواد ولسمشر او د هغه مېرمن له خوبه وتښتول او له هېواده یې وایستل.

د دې عملیاتو جزییات څه وو؟

د وینزویلا د ۶۳ کلن ولسمشر نیکلاس مادورو د تښتول کېدو خبر ډېر ژر د نړۍ د رسنیو سرلیک شو او په نړیواله کچه یې سیاسي او امنیتي غبرګونونه راوپارول. دا پېښه د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ له میاشتو- میاشتو ترینګلتیا وروسته رامنځته شوه؛ هغه ترینګلتیا چې د امریکا له لوري پر مادورو د مخدره توکو په قاچاق کې د لاس لرلو تورونو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ښکاره ګواښونو سره مله وه.

په وروستیو میاشتو کې، متحدو ایالتونو پر وینزویلا فشار زیات کړی و او د کارائیب په سمندر کې یې د پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د قاچاق په شکمنو بېړیو د توغندويي بریدونو له لارې، عملاً بحران پوځي پړاو ته داخل کړی و.

د راپورونو له مخې، دغو بریدونو تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي، خو د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو حقوقپوهانو له لوري له جدي حقوقي پوښتنو سره مخامخ شوي دي.

تر دې وړاندې هم واشنګټن د مادورو د نیولو په بدل کې د ۵۰ میلیون ډالرو انعام اعلان کړی و. د دې ښکاره اقداماتو تر څنګ، د امریکا استخباراتي ادارو په پټه توګه د مادورو د شخصي ژوند، د هغه د ورځنیو عادتونو په ګډون، دقیق معلومات راټول کړي وو او ځانګړو ځواکونو له واکه د هغه د جبري لېرې کولو سناریو تمرینوله.

وروستي عملیات چې «قاطع عزم» نومول شوي وو، له میاشتو راهیسې تمرین شوي وو.

په وینزویلا کې د قدرت شبکه؛ ایا د مادورو له لرې کېدو سره حکومت ړنګېږي؟

د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې، د جمعې په ماښام د عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړل شوه او شاوخوا ۱۵۰ الوتکو، چې د لوېدیځې نیم‌کرې له ۲۰ بېلابېلو اډو پورته شوې وې، پکې برخه واخیسته.

د دې عملیاتو پر مهال د وینزویلا هوايي دفاعي سیستمونه له کاره ولوېدل او د کاراکاس د برېښنا ځینې زېربناوې ګډوډې شوې. درنې چاودنې پلازمېنه ولړزوله او پوځي عملیات له نیم ساعت څخه لږ وخت ونیوه.

د شنبې په سهار، امریکایي ځواکونه په کاراکاس کې د مادورو د استوګنې ځای ته ورسېدل او هغه او د هغه مېرمن، سیلیا فلورس، یې ونیول.

 د احتمالي نښتو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي، خو یوازې څو ساعته وروسته مادورو یوې امریکایي الوتکـ وړونکې بېړۍ ته ولېږدول شو او بیا نیویارک ته انتقال شو.

 د هغه د سترګو تړلی تصویر، چې د ټرمپ په اړوندې ټولنیزې شبکې کې خپور شو، پراخ غبرګونونه راوپارول.

د بریدونو پر مهال، د کاراکاس ترڅنګ د میرندا، آراګوا او لاګوایرا ایالتونه هم په نښه شول. که څه هم د قربانیانو رسمي شمېر نه دی اعلان شوی، خو ځینې باخبره سرچینې د لږ تر لږه ۴۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

په مقابل کې، ټرمپ ویلي چې امریکایي ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له دې پېښې وروسته، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې متحدایالتونه به تر هغه وخته پورې چې نوی مشر وټاکل شي، د وینزویلا اداره «په موقت ډول» پر غاړه واخلي او د ځمکنیو ځواکونو د استولو احتمال یې هم رد نه کړ.

 په همدې وخت کې، د وینزویلا سترې محکمې د ولسمشر مرستیاله دلسی رودریګز د موقت ولسمشرې په توګه وټاکله، څو «اداري دوام او د هېواد د حاکمیت دفاع» تضمین شي.

د وینزویلا بحران اوس یو بې‌ساري پړاو ته داخل شوی؛ داسې پړاو چې نه یوازې د دې هېواد سیاسي راتلونکی، بلکې د لاتینې امریکا په سیمه کې د ځواک انډول او له پولو دباندې د امریکا د پوځي اقداماتو مشروعیت له جدي پوښتنو سره مخامخ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...