تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۵ مه) د سپېس ایکس د شرکت په وینا، ټیټ مدار ته د سپوږمکیو راوستل به د سپوږمکیو ترمنځ د ټکر خطر کم کړي. سټارلینک اعلان کړی چې د فضایي خوندیتوب د اندېښنو له امله به په ۲۰۲۶ کال کې په تدریجي ډول زرګونه سپوږمکۍ ټیټو مدارونو ته راکوزې کړي.
د سپېسایکس د انجنیرۍ مرستیال مایکل نیکولز په وینا، شاوخوا ۴۴۰۰ سپوږمکۍ به، چې دا مهال د ځمکې له سطحې ۵۵۰ کیلومتره په لوړ مدار کې څرخي، د کال په اوږدو کې ۴۸۰ کیلومتره لوړوالي ته ښکته کړل شي.
نیکولز وویل، ټیټ مدار ته د سپوږمکیو راوستل د هغوی د ژوند د پای یا له منځه تلو وخت تر ۸۰ سلنه زیات راکموي. هغه زیاته کړه چې د ځمکې له سطحې تر ۵۰۰ کیلومتره په ټیټه ارتفاع کې د فعالو سپوږمکیو شمېر لږ دی، چې دا کار د ټکر خطر نور هم کموي.
د هغه په وینا، ټیټ مدار ته د سپوږمکیو راوستل به دا هم خوندي کړي، ځکه چې د نورو سپوږمکۍچلوونکو شرکتونو لهخوا د «ناهمغږو خوځښتونو او توغولو» له امله رامنځته کېدونکي خطرونه به راکم شي.
دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې په تېر دسمبر کې یوه نادره پېښه رامنځته شوه، چې پکې سپېسایکس وویل د دوی یوې سپوږمکۍ لږ فضایي کثافات (Debris) رامنځته کړل او د ۴۱۸ کیلومتره په لوړوالي کې یې له یوې فضایي الې سره اړیکه پرې کړه. سپېسایکس ویلي چې د دې پېښې د لامل په اړه به پلټنه کوي.
د سپېسایکس د ټکر پېښې ۲۰۰ سلنه زیاتې شوې
د اروپایي فضایي ادارې (ESA) د اټکل له مخې، دا مهال د ځمکې په ټیټ مدار (LEO) کې، چې د ځمکې له سطحې تر ۲۰۰۰ کیلومتره پورې لوړوالی لري، شاوخوا ۴۰ زره شیان ګرځي.
له دې شمېر څخه یوازې ۱۱ زره فعالې سپوږمکۍ یا بار وړونکي سیستمونه دي، چې د ستورپوه جوناتن مکډاول د دسمبر د معلوماتو له مخې، تر ۹۳۰۰ ډېر یې د سپېسایکس ملکیت دي.
ESA همدارنګه موندلې چې په فضا کې تر ۱.۲ میلیونه ډېر داسې شیان شته چې اندازه یې له ۱ سانتيمتره لویه ده، او د ادارې په وینا دا د «ویجاړونکي زیان» د رامنځته کولو لپاره بسنه کوي.