تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۵مه) د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي چې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې تر ۲۰ زره زیات GPS تعقیبي وسایل په باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو کې نصب شوي دي او دا بهیر لا هم دوام لري.
د یاد وزارت د ویاند په وینا، د دغو وسایلو د نصبولو موخه د سړکونو او مسافرو خوندیتوب زیاتول، د ترافیکي پېښو مخنیوی، او د موټرو د چټکتیا څارنه ده.
هغه زیاته کړه چې یوازې د روان کال له پیله تر اوسه پورې د جي پي ایس نژدې ۱۳ زره الې په باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو کې لګول شوي دي.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند حکمتالله آصفي وویل:
«د دې وسایلو د نصبولو هدف دا دی چې توکي او مسافر په لا خوندي او اغېزمن ډول ولېږدول شي. د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیله تر اوسه نژدې ۱۳ زره GPS وسایل نصب شوي، چې له دې سره د سمبال شوو موټرو شمېر له ۲۰ زرو څخه واوښت.»
د یو شمېر مسافر وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د دې پروګرام پراخ تطبیق کولی شي، په ځانګړي ډول پر لویو لارو، د ټرافیکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې کچه په څرګند ډول راکمه کړي. خو دوی ټینګار کوي چې د ټکنالوژۍ له کارونې سره سره، د ټرافیکي قوانینو جدي پلي کول او د موټرچلوونکو روزنه هم اړینه ده.
تمه ده چې د دې وسیلې نصب د موټرچلوونکو د بې ځایه سرعت مخه ونیسي.