تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۵ مه) لیکوال، شاعر او د سیاسي چارو شنونکی شاه زلمی زلمی د و رپېښې ناروغۍ له کبله په ابدي خوب ویده شو.
د ارواښاد زلمي کورنۍ ته نژدې سرچینې وايي چې نوموړی له یوې مودې راهیسي په سرطان ناروغۍ اخته و. خو دا په داسي حال کې ده چې په همدې موده کې ده لیکنې کولې او ګڼې لیکنې یې په تاند کې خپرېدې.
شاه زلمی زلمی له کابو یو کال راهیسي په سرطان اخته و او د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴/ جنوري ۴ مه) یې د دې مرګونې ناروغۍ له لاسه د جرمني په هانوفر ښار کې ساه پرې کړه.
ښاغلي زلمي، چې په جرمني کې مېشت و، د ادبي فعالیتونو ترڅنګ په سیاسي چارو کې هم دخیل و او د افغان ټولنپال ګوند یو له فعالو غړیو څخه و.
د جګړې ماشومان د ارواښاد زلمي وروستۍ لیکنه وه چې د ده تر وفات کابو یوه میاشت وړاندې په تاند کې خپره شوې ده.
زلمی شاه دی خدای وبخښی، د نیک احساس خاوند ؤ. ښه به دا وی چی د متوفا اشخاصو د وفات د خبر د خپریدو تر څنګ ئی لږ غوندی د سوانح او ژوند لیک په هکله لنډ معلومات هم وړاندی شی ( د پلار نوم،د زیږیدو ځای، د استوګنی ځای، فکری پته او….).
قدرمن ورور غلام حضرت دتاند تقرببا دایمی تبصره کوونکی دی زه ورسره موافق یم.
زه خپل د همدردی مراتب په تا سف سره دلیکوال اوشننونکی له محترمې کورنۍ سره شریک کوم الله دی بهشت برین په نصیب کړی او کورنۍ ته دې صبر ورکړی.
انا لله وانا الیه راجعون
الله ج دی وبخښی خټلوانو او دوستانو ته دی الله ج صبر نصیب کړی
الحکم لله
انا لله و انا الیه راجعون
ربنا اغفر لنا و للمؤمنین والمؤمنات الاحیاء منهم والاموات برحمتک یا ارحم الراحمین .