عاطفه په ناول کې هغه څه نه دي چې لیکوال یې قصداً ور اچوي. دا نه د اوښکو په زیاتولو سره پیدا کېږي، نه د درد د بیان په تکرار سره. عاطفه هغه وخت راځي چې ناول د لوستونکي د تجربې یوه برخه شي، نه د هغه د لوستلو. کله چې ناول د لوستونکي له ژوند سره همرازي پیدا کړي، هلته عاطفه خپله زېږي.
اکثره وخت لیکوالان دا فکر کوي، که کرکټر ډېر وژاړي، که جملې ډېرې احساساتي شي، یا که غم ښکاره وښودل شي، نو ناول به عاطفي شي. خو عاطفه اعلان نه غواړي، وجود غواړي. دا هغه وخت رامنځته کېږي چې لوستونکی ځان په کیسه کې وویني، نه دا چې د بل چا احساسات وګوري. د لوستونکي حافظه د عاطفې اصلي ځای دی. که کیسه د لوستونکي په ذهن کې د ده خپله تجربه راویښه کړي—که څه هم په بل شکل، بل ځای، بل زمان—نو ناول عاطفي کېږي. که دا اړیکه جوړه نه شي، نو تر ټولو غمجنه کیسه هم سړه پاتې کېږي.
د دې خبرې یو ډېر روښانه مثال د جاپاني لیکوال کازوو ایشیګورو ناول Never Let Me Go دی. دا ناول د لویو پېښو، ډراماتیکو شخړو، او لوړو احساساتو ناول نه دی. هر څه پکې عادي ښکاري: ماشومتوب، ښوونځی، ملګرتیا، یادونه. خو همدا عادي والی ورو ورو د لوستونکي په زړه کې دروند کېني. ځکه ناول د لوستونکي له هغو تجربو سره خبرې کوي چې هغه یې پخپله هم کله نه دي جدي نیولي: د تېر وخت ارزښت، د ضایع کېدو احساس، او دا پوښتنه چې موږ کله پوهېږو یو څه راته مهم وو—کله چې هغه نور نه وي.
ایشېګورو دلته عاطفه نه تشریح کوي، بلکې پرېږدي چې عاطفه د وخت په تېرېدو کې خپله ځان وښئي. کیسه داسې روانه ده لکه یو څوک چې له لرې خپل ماشومتوب ته ګوري. دا فاصله عاطفه نه وژني، بلکې ژوره کوي ئي دا ځکه چې لوستونکی هم خپل تېر وخت له همدې چوکاټه ګوري.
دلته یوه خبره دا هم ده چې لیکوال باید د کیسې د پنځولو په وخت پر عاطفه باور ولري، نه دا چې له زوره کار واخلي. انګلیسي لیکوال ویرجینیا وولف ویلي دي چې “د ادب اصلي کار دا نه دی چې احساسات تشریح کړي، بلکې دا دی چې د ذهن حرکت وښيي.” ځکه خو عاطفه تل د ذهن د حرکت نتیجه وي. کله چې لوستونکی د کرکټر د فکر له حرکت سره روان شي، عاطفه پخپله راځي. که فکر ونه ښودل شي، احساس تش پاتې کېږي.
په Never Let Me Go کې کرکټرونه ډېر کم د خپل درد په اړه خبرې کوي. هغوی چیغې نه وهي، شکایت نه کوي، او ځانونه قرباني نه معرفي کوي. خو همدا چوپتیا د ناول تر ټولو عاطفي برخه ده. لوستونکی هغه څه احساسوي چې کرکټرونه یې نه وایي. دا ناول د عاطفې برخه کېږي، ځکه دا عاطفه لوستونکي ته سپاري، نه دا چې پر هغه یې وتپي.
لیکوال باید دا ومني چې عاطفه د کنټرول وړ شی نه دی. ته نشې ویلای چې دلته باید لوستونکی وژاړي. ته یوازې دا کولای شې چې داسې شرایط جوړ کړې چې که لوستونکی تیار وي، عاطفه پکې پیدا شي. دا شرایط ژبه غواړي، فضا غواړي، او تر ټولو ضروري—له خپلې کیسې سره رښتوني پاته کیدل دي.
کله چې لیکوال له کیسې سره صادق وي، عاطفه ئي د اثارو برخه جوړه شي. صدق دا نه دی چې هر څه رښتیا وي، بلکې دا دی چې څه چې ویل کېږي، د کیسې له داخلي منطق سره سم وي. مصنوعي درد تر ټولو ژر پېژندل کېږي. لوستونکی ښايي ونه پوهېږي ولې؟ خو زړه یې نه مني.
ناول هغه وخت د عاطفې برخه کېږي چې لوستونکی له اختتام وروسته هم اثرات محسوس کړي. نه د صحنو په یاد، بلکې د احساس په یاد. داسې احساس چې نوم نه لري، خو وزن لري. دا هغه ځای دی چې ادب له کیسې را جدا شي او د تجربې بڼه واخلي.
نو مهمه دا ده:
که غواړې ناول دې عاطفي شي، عاطفه مه لیکه. تجربه ولیکه. فضا ولیکه. حافظه فعاله کړه. کرکټر ته اجازه ورکړه چې نیمګړی پاتې شي. لوستونکي ته ځای ورکړه چې خپله عاطفه ورسره مل کړي.
ناول هغه وخت د عاطفې برخه کېږي چې لوستونکی پکې ځان پیدا کړي، نه دا چې یوازې د بل چا درد ولولي.