تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۸ مه) د ټرېنډ د راپور له مخې، افغانستان د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان (TAP) د برېښنا د لېږد پروژې لپاره د لارې نقشه (روډمپ) بشپړه کړې ده او پلان لري چې دا به په نژدې راتلونکي کې د ترکمنستان لوري ته وسپاري.
دا څرګندونې د افغانستان برېښنا شرکت اجرایي رييس عبدالباري عمر له ترکمن استازو سره تر خبرو وروسته کړې دي.
دواړو لوريو د TAP پروژې د روان بهير په اړه هر اړخيز بحث وکړ او د هغې د عملي کېدو لپاره يې راتلونکې مرحلې وټاکلې.
عبدالباري عمر همداراز ترکمن پلاوي ته د افغانستان د هغو ستراتيژيکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل چې له مخې يې غواړي د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند (TAPI) د ګاز نلليکې له لارې واردېدونکي هایدروکاربونونه د برېښنا د توليد لپاره وکاروي، او د ګاز پر تعرفو د جوړ راتلو د خبرو د پای ته رسولو پر اړتیا يې ټينګار وکړ۔
ترکمن استازو د ګډې همکارۍ پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې TAP او TAPI دواړه پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د همغږۍ پياوړتيا او د اقتصادي ګټو د يو ځای کولو لپاره ډېرې مهمې دي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۲۰مه، ترکمنستان د TAPI د ګاز نلليکې د مرکزي برخې د کار نوې مرحله تاييد کړه، چې دا به د سرهتابات–هرات له لارې د افغانستان هرات ولايت ته وغځېږي.
حاضردمه په هرات ولایت کې د ټاپي نللیکې د اېښودلو کار روان دی.