Homeخبرونههوا پېژندنې ریاست: سبا هم په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او...

هوا پېژندنې ریاست: سبا هم په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۸مه) د طالبانو د حکومت ‏د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا سه‌شنبه د کابل په ګډون ۲۴ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

د یاد ریاست په خبره، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا او نورستان هغه ولایتونه دې چې سبا په کې د اورښتونو اټکل شوی دی.

د یادونې ده، چې د هیواد ځینو سیمو ته باراني او د واورو وریځې راغلي او د اورښتونو اټکلونه موجود دي.

دې اټکلونو ته خلک ځکه هیله من دي چې، په هېواد کې وچکالۍ کروندګر او عام خلک سخت اندېښمن کړي.

دغه راز په لویو ښارونو کې ککړې هوا هم په خلکو کې موسمي ناروغۍ زیاتې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...