Homeخبرونهبدخشان کې د کان نړېدو پېښه کې ۳ کان کیندونکي مړه شوي

بدخشان کې د کان نړېدو پېښه کې ۳ کان کیندونکي مړه شوي

تاند (دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۸مه) د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت ولسوال حیات الله محسن وايي چې، د سرو زرو د یوه کان نړېدلو پېښه کې درې کان کیندونکي مړه شوي دي.

محسن ویلي چې، دغه پېښه نن (دوشنبه) غرمه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي د پېښې په تړاو نور څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د کانونو د نړېدو دا پېښه لومړنۍ نه، بلکې وخت ناوخته داسې پېښې د کان کيندونکو ژوند اخلي چې، لوی لامل یې غیرمسلکي کان کېندنه بلل کېږي.

اخوا بیا د یوه بل خبر له مخې، د جوزجان امنیه قومندانۍ ویلي چې، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو یو زرګر وژلی دی.

د یادې قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي زیاته کړې چې، د نصیراحمد په نوم یاد زرګر درې ورځې وړاندې ویشتل شوی او وژل شوی دی.

د حلیمي په وینا، تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی معلوم او په اړه یې پلټنې روانې دي.

1 COMMENT

  1. طالب جان د خلکو په غم کې نه ده هسي د خلکو په وینو روپۍ جوړوي 😭 کانونه یې هم د بې مسلکه اشرارو خلکو په لاس ورکړي مقصد دوی دولت ګټي او غریب خلک د کمې تنخوا لپاره زوند د لاسه ورکوي 😔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...