تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۸مه) د بلخ ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، ازبکستان د خوراکي توکو، درملو او طبي تجهیزاتو ۴۰۰ ټنه مرسته افغان لوري ته وسپارله.
د دغه ۴۰۰ ټُنه مرستې جوپه په حیرتان بندر کې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف، سرخان دریا والي اولغ بیګ قاسم اوف د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا او نورو سیمهییزو مسوولینو په ګډون سره افغان لوري ته وسپارله.
بلخ کې د طالبانو والي د دغې مرستې ترلاسه کولو پرمهال د ازبکستان دغه مرسته د دواړو هېوادونو اړیکو او ښه ګاونډیتوب بېلګه بللې ده.
د بلخ والي زیاته کړې چې، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړلو کېدو وروسته د لویدیځ او سویل سوداګرو شمال ته مخه کړې او د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان په همکارۍ د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو زمینه برابره شوې ده.
که مرستې عادلانه وویشل شی نو دا به اقرب للتقوی وی او دا کار په انحصاری ګوندی فکر هیڅکله هم تر سره کیدای نشی او هلته د مسئلی حق اداء کیدی شی چي موږ تر ټولو غریب او محتاج خلک په ټول ملت کی وپیژنو او هغه مو بنا پر درجه د احتیاج په کټګوریو ویشلی وی نه په حساب د انډیوالۍ ،قوم،ګوند او نور جاهلی تعصباتو کوم چي تر طالبی انحصار پوری او خاصتا حرکت انقلاب پوری تړلی دی ځکه نن ورځ محوری رول او انحصار په همدی تنظیم پوری تړلی او منصور ،حقانی ،خالص او نور متفرقه او جدیدالورود لکه ډاکټر نظری ،فاروق اعظم،مهدوی و امثالهم دا طالبان ندی ځکه دغه ډول نا آشنا اسلام نه منی کوم چي انحصار ،ضدیت د تعلیم او پوهنتون ، اجتماعی عدالت او اهلیت یا تخصص وی او د ژوند اړتیاوو سره نا آشنا او دغصب د کمیسیون تر نامه لاندی خپله غصب او فساد کوی لکه یو غل قومندان یا پولیس او د ملت ،امت او بشریت نه پردی دی او آشتی کید ل یی اوږد تربیتی مزل غواړی ؛ ځکه اسلام د صلح،اخوت ،نیکی او انسانی غوره اخلاقو دین دی نه د تحقیر ،وهلو او وژلو بلکی دا وحشت او منتهی ناتوانی ده چي توان د دعوت ،اصلاح او کأنه ولی حمیم ته د رسیدو ظرفیت ونلری او په بل اړخ کی به ترهبون به عدوالله و عدوکم به هم نه هیروی ځکه چي منحرف انسان او ټولنی تیری کوی او موږ د ایمان او صف مرصوص سره باید د ځان ،ملت ،خاوری او نوامیسو د ساتنی او دفاع لپاره تر ټولو ښه آمادګی ولرو خو مع الاسف زموږ حرکت انقلاب د دغه ډول تصور او عقیدی سره نا آشنا او فرایضو ته مباح وایی او کله چي عملا د انسانی مایحتاج سره مخ شی بیا هر چا ته لالا وایی او متخصصین یی د لاسه ورکړی او بنیادونه په نسواری مدرسو بدل شوی وی نو باید پوه شی چي ملت او دولت جوړول د اطرافی مدرسو له چلولو سره کاملا فرق لری هلته تا ته خلکو ډوډۍ درکوله خو اوس به ته خادم د ملت وی کوم چي عقل ،علم ،تخصص او ثروت غواړی او خپله ګوله به له اړمنو سره شریکه کوی نور هر څه د ملا کڅوړې ته نه غورزی خو مع الاسف په دومره زلزلو او سیلابونو کی چا د ملا صدقه ونه لیده ؛دا چي دغه ذاتی وږی ملا کله مړیږی او بیا به وار د ملت خواروغریب ته رسېږی والله اعلم.
سلام
محترم قدرمن داکترصاحب ستا یادونه که ډیره کمه فیصدی په ټولنه کې عملی شی حتما فقر کمیږی ، ستونزه هواریږی داخ او اخوت اړیکی رامنځ ته کیږی دالله امر او وینا په واقعیت بدلیږی : واعتصموا
بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا. څلور مهم فکتورونه.
اما دلته تفرق تا خپل نظر کې ډیر ښایسته څېړلی خو بیاهم دیادونې وړ دی .
۱ – افغانستان د معادنو ، منرالونو، عناصرو دنړۍ یو غنی هېواد دی بې له شکه چې دلیتیم او مسو ذخایر یې په نړیواله کچه نوم لری خو برخلاف په نړۍ کې غریب او په فساد کې ککړ شپاړسم هیواد ګڼل کیږی ولې؟
دملا ، اعتبار اواعتماد نړیوالو ته څرګند دی ملا په خپله صم ، بکم ، عمی فهم لایرجعون کې دافغانستان دفرهنګ له منځه وړلوته ملا تړلې ده توزیع عادلانه خو پرځای پرېږده. دڅه لپاره ؟
محترم داکتر ، وایی له کلی ووځه مګر له نرخه مه وځه ! ملا کوڼ دی نه اوری دهغه دینی انحصار داقراء باسم ربک خلاف لوری ته د « کورنۍ معاملې » ترعنوان دی دفاع کیږی.دا سالم عقل منلی شی؟
یوشمیر آپورتو نست، چالاکه، مزور لیوان شننونکی او مننونکی له طالبانو راچاپیر دی سهار اومازیګر تبلیغ ورته کوی چې زلمی خلیل زاد هم پر هم دې ناروغۍ اخته شوی دورځې څو ځله کابل ته منډې وهی.چیزیکه عیان است به بیان چه حاجت!
افغانستان قطع الرجال نه دی دغه هېواد ډیر پاک او تکړه خلک لری له بده مرغه ملا ددې ظرفیت نه لری چې له دغو خلکو څخه دعدم تشدد دخپلې بی کفایتی لپاره دخپلې بقا ء، اسلامی اصولو، انعطاف او تعامل څخه دعینی او ذهنی شرایطو پر بناء کار واخلیدلته د ولس ګناه څه ده؟
بله مهمه مسئله داده چې طالبان په اسلامی لحاظ هیڅ تیوریسن، عالم، لکچرر، پوهاند او دبشپړې جهان بینۍ غړی نه لری که دغه کس ددوی ډله کې وای ددوحې څڅېدلې معامله دغه ډول پای ته نه رسېده چې اوس ددوی دغاړې تلک شوې.
وایی پشۍ به داوړو جوړه کړم میو به څوک وکړی.