تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۸ مه) هنګاو وويل چې ايراني چارواکو پرون (يکشنبې) سهار د بندرعباس په مرکزي زندان کې يو افغان بندي، چې بسمالله تاجک نومېده، اعدام کړ۔ د ياد سازمان په وينا، هغه د قتل په تور محکوم شوی و۔
د ایران حکومت په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
هنګاو زياته کړه چې د نوموړي له اعدام سره، د ۲۰۲۵ کال له پيله تراوسه په ايران کې د اعدام شويو افغان اتباعو شمېر ۸۵ ته رسېدلی دی، چې دا شمېرې د دوی د اسنادو د مرکز له معلوماتو اخيستل شوې دي۔
هنګاو وويل چې سږ کال په ايران کې د افغان اتباعو اعدامونه په «اندېښمنوونکې چټکۍ» سره دوام لري او د بهرنيو بنديانو د مرګ سزاوو په اړه د رسمي راپور ورکولو د شفافيت نشتوالی يې سخت وغانده۔
ویل کېږي چې ایراني چارواکي عموماً د افغان اتباعو د اعدام خبر نه خپروي.
د نړيوالو بشري حقونو د سازمانونو په وينا، ايران له چين وروسته هغه هېواد دی چې تر ټولو زيات اعدامونه پکې کېږي.
په ایران کې اکثره افغانان د نشهيي توکو يا جنايي جرمونو په خاطر اعدامېږي.