پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی کابل...

د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۶مه) د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کابل او بیشکک ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې کچې لوړولو په موخه کابل ته راغلی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، یاد پلاوي کې د سوداګرۍ، انرژي او ټرانسپورټ وزارتونو معینان او د خصوصي سکټور یو شمېر استازي شامل دي.

یاد پلاوی به د خپل سفر په جریان کې د طالب چارواکو سره په کتنو سربېره د سوداګریز تواصل کنفرانس او دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو کې هم ګډون وکړي.

دغه سفر د صنعت او سوداګرۍ وزیر په رسمي بلنه او قرغزستان ته د طالب پلاوو د سفر پر دوام شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...