Homeخبرونهمسوولان: په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۶۱ زره جریبه ځمکه له غصبه...

مسوولان: په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۶۱ زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۶مه) د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وایي، د غصب د مخنیوي کمېسیون په تېرو ۶میاشتو کې ۷۶۱زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې او غصب نه یې خلاصه کړې ده.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، دغه ځمکې په کابل او ۳۳ولایتونو کې تثبیت شوې.

د سرچینې په وینا له غصبه د خلاصو شویو ځمکو په اړه لازمې پرېکړې شوې دي.

یاد وزارت دغه راز زیاته کړې، د بادغیس ولایت مرکز او لس ولسوالیو کې تر ۴میلیونه او ۱۶۷زره جریبه ځمکې د عمومي څړځای په توګه تثبیت شوې دي.

د سرچینې په وینا دغه اقدامات له ځمکو د غصب مخنیوي او دولتي ملکیت د ساتنې په موخه شوی دی.

د غصب شویو ځمکو د خلاصون دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، اوس هم په ځینو ولایتونو کې خلک ادعا کوي چې، لوړپوړي چارواکي او د هغوی خپلوان په ډېر مهارت سره دولتي ځمکي غصبوي او پلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...