Homeخبرونهمسوولان: د لارو د تړل کېدو له امله پاکستان ۴.۵ میلیارد ډالر...

مسوولان: د لارو د تړل کېدو له امله پاکستان ۴.۵ میلیارد ډالر زیان لیدلی

تاند (چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۶مه) پاکستاني رسنیو د خپل هېواد د اقتصادي چارواکو له قوله ویلي، د سوداګریزو لارو له تړلو مخکې پاکستان، افغانستان ته د ورځې له ۵۰ تر ۶۰ میلیون ډالرو صادرات درلودل چې، اوس دا کچه صفر ته رسیدلې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي زیاته کړې چې، د لارو په تړل کېدو سره پاکستان تر دې دمه ۴.۵ میلیارد ډالر زیان لیدلی دی.

سرحدي د پاکستان تولیدي سکتور سمنټ، کرنه او درمل هغه برخې یادې کړي چې، په شدت یې زیان لیدلی دی.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې، له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترنګلتیاوو له امله لارې تړلې دي.

د لارو تر تړل کېدو وروسته طالبانو له پاکستان سره په بشپړ ډول سوداګري ختمه کړه.

اقتصاد پوهان که څه هم د پاکستان له انحصاره د افغانستان د سوداګرۍ پر وتلو خوښ دي خو د لارو او سوداګرۍ پر دوامداره بندېدو خواشیني او دا یې حل لار نه بولي.

دوی وایي، دواړه لوري باید د سوداګرۍ اصولو ته په درناوي لارې پرانيزي او دا شخړه پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...