Homeخبرونهامریکا ته (SIV) ویزو لرونکو افغانانو ورتګ هم منع شو

امریکا ته (SIV) ویزو لرونکو افغانانو ورتګ هم منع شو

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۶مه) ‏د امریکا حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) ویزو لرونکو افغانانو ورتګ هم لغوه کړ.

افغان ایواک اعلان کړی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی، چې وګړي یې د امنیتي او کډوالۍ دلایلو له مخې امریکا ته د ویزې ترلاسه کولو او کډوالۍ محروم شوي دي.

د دې سازمان مشر، شان وانډ ایور زیاته کړې چې، د امریکا حکومت د یوه افغان له لوري پر ملي ګارد سرتېرو د برید پېښه پلمه ګرځولې، څو افغانستان کې د امریکا پخواني همکاران او د هغوی کورنۍ امریکا ته له ننوتلو منع کړي.

هغه دغه پرېکړه قصدي بللې، چې سمدستي انساني پایلې لري او ټینګار یې کړی، چې د SIV ویزو لرونکي له تر ټولو سختو امنیتي ارزونو تېر شوي دي.

د افغان ایواک مشر همداراز خبرداری ورکړی، چې دا اقدام د امریکا د کډوالۍ له اصولو سره په ټکر کې دی او د زرګونو غوښتونکو د کورنیو د بېلتون او د امریکا د پخوانیو همکارانو د بې باورۍ لامل کېږي.

افغان ایواک د دې حکم د عاجلې بیاکتنې او لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...