پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې افغانستان ته د قرغزستان د پلاوي رسمي سفر پر مهال کابل کې د قرغزستان سوداګرۍ خونه په رسمي ډول پرانېستل شوه.

یاد وزارت لیکلي، د دغې سوداګرۍ خونې پرانېستل کېده د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د همکاریو پراختیا، د توکو لېږد رالېږد او ګډې پانګونې برخه کې مهم ګام دی.

سرچېنې لیکلي، د یاد هېواد له لوري د سوداګرۍ دا خونه د قرغزستان صنعت او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف او طالب چارواکو له لوري په ګډه پرانېستل شوه.

سرچینه زیاتوي چې، دوی اقتصاد محوره پالیسي لري او همدې ته په کتو ګڼو هېوادونو کابل سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړې ده.

دا خونه داسې مهال پرانیستل کېږي چې، تازه نن سهار د قرغزستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...