چهارشنبه, دسمبر 17, 2025
Homeخبرونهد ځوانانو اسیا جام؛ افغان لوبډلې نیپال ته په شپږو ویکټو ماته...

د ځوانانو اسیا جام؛ افغان لوبډلې نیپال ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۶مه) د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سیالیو په نننۍ لوبه کې کوربه افغان لوبډلې نیپال ته په شپږو وېکټو په داسې حال کې لویه ماته ورکړه چې لا د لوبې ۱۳۹ نور توپونه هم پاتې وو.

د افغانستان ملي لوبډلې په ۲۶م اوور کې د نیپال ټاکل شوی ۱۲۵ منډې هدف پوره او لوبه یې خپله کړه.

دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوه.

دلوبې پچه افغانستان وګټله خو خپلې سیالې نېپالۍ لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

نیپال ټاکلي ۵۰ اوورونه پوره و نه شو لوبولی،یوازې په ۴۶ اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۲۴ منډو وسوزېدل.

تر ټولو ډېرې منډې دلشاد علي وکړې چې ۳۲ وې، چندن رام ۲۷ او ابیشېک تېواري ۲۰ منډې جوړې کړې.

افغان ملي لوبډلې په ۲۶م اوور کې د نیپال ټاکل شوی ۱۲۵ منډې هدف پوره او لوبه یې خپله کړه.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې دوه لوبې وبایللې او له مخکې تګه پاتې شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...