Homeخبرونهعاصم منیر او ټرمپ غزې ته د پاکستانۍ ځواکونو په استولو خبرې...

عاصم منیر او ټرمپ غزې ته د پاکستانۍ ځواکونو په استولو خبرې کوي

‏تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۶مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر به په نږدې اوونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره به د غزې د ثبات ځواک پر جوړېدو او د پاکستاني پوځ د احتمالي ګډون په اړه خبرې وکړي.

دا به په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو درېیمه لیدنه وي.

د نظر خاوندان وایي، دا سفر د عاصم منیر لپاره تر ټولو مهمه سیاسي او پوځي ازموینه بلل کېږي.

راپور وایي، واشنګټن پر اسلام آباد فشار راوړي چې د غزې لپاره د ټرمپ شل ماده ییز پلان له مخې، د مسلمانو هېوادونو له پوځونو سره یو ځای د غزې د انتقالي ثبات ځواک برخه شي.

د دې پلان هدف د “جګړه ځپلې غزې” څارنه، بیا رغونه او اقتصادي احیا ده، خو د حماس ډلې د بې وسلې کولو مساله هغه ټکی دی چې، ګڼ هېوادونه یې په ګډون کولو اندېښمن کړي دي.

سیاسي شنونکي باور لري، که پاکستان له دې ماموریت ډډه وکړي، ښايي د ټرمپ ناخوښي را وپاروي؛ هغه څه چې د امریکا له پانګونې او امنیتي مرستو سره د “لېوال پاکستان” لپاره مهم ګڼل کېږي.

د واشنګټن د اټلانټیک شورا څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، اسلام آباد هڅه کوي د واشنګټن باور وساتي، خو دا پرېکړه د پاکستان په کور دننه لوړه بیه لري.

پاکستان، چې ظاهراً په مسلمانو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو کې راځي، خو د غزې احتمالي ماموریت ښايي د اسلام پالو ګوندونو سخت غبرګون راوپاروي.

بل خوا، عاصم منیر په وروستیو اوونیو کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو له پوځي او ملکي مشرانو سره لیدلي، چې شنونکي یې د غزې د ځواک په اړه سلا مشورې بولي.

3 COMMENTS

  1. هغه د کانګریس ۴۴ استازو لیک د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته څه نتیجه ورکړه اوس داسې ویل کیږی چې نوی کال کې چین او تایوان د جګړی احتمال هم لیدل کیږی چې امریکا ښايي پدې جګړه د پآکستان له پوځیانو ګټه پورته کړی ځکه دوی تل د کرایی نظامي ځواکونه دي او په تاریخ کې هم پردیوجګړو لپاره ګمارل شوی زموږ ۴۵ کلنه جګړه یی مثال ده

  2. PAKISTANI ARMY IS A RENTAL ARMY,WHO PAY RENT,THEY GOING.
    LIKE QATAR/SAUDIA ARABIA/ISRAEL AMERICA UKRAINLEBNAN,
    PAKISTAN GOT RENTAL GIRLS FOR AS EMPLOYEE, IN HOUSE, /STORES.
    BECAUSE OF MORE POPULATION.

  3. هغه لویه جفا او ظلم چې د فکیستان پوځي مشر او دیکتاتور جنرال ضیا الباطل په 1970 کلونو کې کړېده او له 25 تر 30000 فلسطیني مبارزین یې په ډېره بېرحمۍ سره په اردون کې شهیدان کړل ، دا لعنتي ظالم دیکتاتور هم دغه ډول قساوت او ظلم ته تیار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...