پنجشنبه, دسمبر 18, 2025
Homeخبرونهاوچا: د بودیجې کمښت زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر ټکنی کړی

اوچا: د بودیجې کمښت زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر ټکنی کړی

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ – قوس  ۲۶مه)  د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې، د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ دی.

د اوچا په تازه راپور کې ویل شوي چې، که څه هم مرستندویه بنسټونو د کونړ او ننګرهار د زلزله‌ځپلو له ډلې ۳۲۴ زره کسانو ته مرسته رسولې، خو ټینګار کوي چې هلته لا هم بشري ناورین دوام لري.

د راپور له مخې د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په ختیځ کې زرګونه کورنۍ بې‌سرپناه دي او ژمنیو توکو ته بېړنۍ اړتیا لري.

سږ کال د افغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې خونړۍ زلزلې شاوخوا ۲ ‌نیم زره کسان مړه او نږدې ۳ ‌نیم زره نور ژوبل کړل.

دغو زلزلو لسګونه کلي په بشپړه توګه ونړول او نږدې نیم میلیون افغانان یې سخت وځپل.

د یادونې وړ ده چې له زلزلې وروسته ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو او هېوادونو ځپل‌شویو سیمو ته بشري مرستې ورسولې، خو ملګري ملتونه لا هم ټینګار کوي چې هلته خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

بل لورته بیا ځایي خلک او زیانمن د مرستو پر وېش نیوکه لري او وایي، دوی سره شوې نړیوالې مرستې لاهم دوی ته نه دي رسېدلي او په دې ساړه ژمي کې بې سرپناه ژوند لري.

دوی هیله مندي ښيي چې، ژر به ورته د اړتیا وړ کورونه ورغول شي څو دوی خپل عادي ژوند ته را وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...