پنجشنبه, دسمبر 18, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او قرغیزستان د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې وکړې

افغانستان او قرغیزستان د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې وکړې

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ – قوس  ۲۶مه)  د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکټور استازو کابل کې د سوداګرۍ په یو کنفرانس کې د ۱۵۶ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

دغه تړونونه له قرغیزستان څخه کابل ته د راغلي پلاوي له لوري لاسلیک شوي، چې د « افغان قرغز سوداګریز اتصال کنفرانس» کې یې ګډون کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه تړونونه د سرو زرو، درمل جوړونې، بوټانو، مخابراتو، کان‌کېندنې، انرژۍ، لوژسټیک، ټرانسپورټ، کرنې، ساختماني چارو او بانکدارۍ په برخو کې شوي دي.

همداراز د کنفرانس په څنډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ دوه‌اړخیزې ناستې ترسره شوې، چې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په تړاو یې خبرې کړي.

ټاکل شوې افغانستان هم له قرغیزستان سره د سوداګریز تعامل او ودې په موخه په دغه هېواد كې سوداګریز کور پرانیزي، ترڅو افغان سوداګر وکولای شي له دې لارې خپله سوداګري پراخه کړي.

دغه تړونونه داسې مهال لاسلیکېږي، چې له پاکستان سره د افغانستان مهمې سوداګریزې لارې له دوو میاشتو څخه له ډېرې مودې راهیسې تړلې پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...