پنجشنبه, دسمبر 18, 2025
Homeخبرونهاذربایجان هم زرګونه سوالګر پاکستانیان له خپلې خاورې وایستل

اذربایجان هم زرګونه سوالګر پاکستانیان له خپلې خاورې وایستل

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) پاکستاني رسنۍ جیو نیوز وايي، اذربایجان هم زرګونه پاکستاني سوالګر یا ګدایګر له خپلې خاورې وایستل.

د دې رسنۍ د چهارشنبې د راپور پر اساس، له اذربایجان څخه د دوه نیم زره پاکستاني سوالګرو له ایستلو سره سږ کال له بېلابېلو هیوادونو څخه د شړل شویو پاکستاني سوالګرو شمېر ۵۱ زرو ته ورسېد.

تر دې وړاندې سږ کال سعودي عربستان ۲۴ زره او متحده عربي اماراتو تر ۶ زره ډېر پاکستانیان د ګدايي په خاطر له خپلو هیوادونو ایستلي دي.

د جیو نیوز پر دې خبر په فیسبوک کې ګڼې تبصرې شوي دي. ساحر بلوچ لیکلي «بیا نو افغانانو ته پېغور مه ورکوئ اول ځان ته وګورئ چې هر هیواد پاکستانیان د ګدايي په خاطر شړي.»

بابو جمیل جمالي کښلي: «په داسي حال کې چې د پاکستان صدراعظم هر هیواد ته د سوال او خیرات کچکول نیسي، د پاکستان عام وګړي ولې د سوالګرۍ لپاره لاړ نه شي…»

د پاکستان په ملي اسمبله کې په دې اړه په بحث کې وویل شول چې سعودي ته اکثره پاکستانیان د عمري په پلمه د سوالګرۍ لپاره ځي.

د پاکستان ملي اسمبلۍ ته همداراز وویل شول چې سږ کال ۲۴ زره پاکستانیان کمبوډیا ته تللي چې د هغو له منځه ۱۲ زره یې تراوسه بېرته خپل هیواد ته نه دي راغلي. همداراز برما ته د سیاحت په پلمه ۴ زره تنه تللي چې لوی کثریت یې بېرته نه دی راغلی.

دا دواړه بېوزله اسیايي هیوادونه دي.

د پاکستان ملي اسمبلۍ ته په وړاندې شوي راپور کې ویل شوي چې په تېرو څو کلونو کې پاکستانیان یو له پنځو ملیتونو څخه دي چې وګړي یې بهر ته ځي او بېرته نه راځي.

راپور وايي چې تېر کال ۸ زره پاکستانیان په غیرقانوني ډول اروپايي هیوادونو ته تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...