Home+د فنلنډ د ښکلا له اغلې تاج واخیستل شو

د فنلنډ د ښکلا له اغلې تاج واخیستل شو

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) د فنلنډ د ښکلا له اغلې (ملکې) څخه د ښکلا د ملکې تاج په دې خاطر واخیستل شو چې د خپلو سترګو په کشولو یې د چینایانو پېښې کړي او د دې دا کار توکمپالونکی بلل شوی دی.

تېره میاشت په تایلنډ کې د نړۍ د ښکلو اغلو په سیالۍ کې د فنلنډ د ښکلا استازې ۲۲ کلنې سارا دزافسې د ځان د یوه عکس په خپرولو جنجال جوړ کړ.

هغې خپل عکس، په داسي حال کې چې خپلې دواړه سترګې یې کش کړي، او ورلاندې یې لیکلي چې له یوې چینايي نجلۍ سره یې یو ځای ډوډۍ خوړلې، په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

د دې عکس په خاطر پر سارا سختې نیوکې شوي او د هغې دا عمل توکمپالونکی بلل شوی دی.

جاپانیانو، د جنوبي کوریا او چین وګړو د هغې پر دې کار سخت غبرګون ښوولی دی.

که څه هم هغې د خپل دې کار په خاطر بخښنه غوښتې خو معذرت یې کافي نه دی بلل شوی او د فنلنډ د ښکلا د اغلې تاج ورڅخه اخیستل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...