جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ امریکا ته پر سفر بندیز ۲۰ نورو هیوادونو ته وغځاوه

ټرمپ امریکا ته پر سفر بندیز ۲۰ نورو هیوادونو ته وغځاوه

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې د پخواني سفري بندیز لړۍ پراخه شوه او ۲۰ نور هېوادونه هم پکې شامل شول.

 د دې فرمان له مخې، د ځینو هېوادونو وګړو ته امریکا ته د ننوتلو بشپړ بندیز لګول شوی او پر ځینو نورو هېوادونو جزوي محدودیتونه وضع شوي دي.

د دغه اعلان له مخې، د پنځو نوو هېوادونو وګړو ته امریکا ته د ننوتلو بشپړه اجازه نه ورکول کېږي. په دغو هېوادونو کې بورکینا فاسو، مالي، نایجر، جنوبي سوډان او سوریه شامل دي. همداراز، هغه کسان چې د فلسطیني سفري اسنادو لرونکي دي، هم د بندیز تر پوښښ لاندې راغلي دي. سربېره پر دې، پر ۱۵ نورو هېوادونو، چې سینیګال او زیمبابوې هم پکې شامل دي، جزوي محدودیتونه لګول شوي او د ویزو د ځینو ځانګړو کټګوریو صادرول محدود شوي دي.

د ولسمشرۍ فرمان له مخې، دا اقدامات د هغو هېوادونو پر ضد دي چې د امریکا د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره د ارزونې، پلټنې او د معلوماتو د شریکولو په برخه کې «دوامدارې، جدي او ثابتې نیمګړتیاوې» لري.

د هر هېواد لپاره جلا توجیه وړاندې شوې چې پکې د ترهګرو ډلو شتون او د ویزې د مودې تر پای وروسته په غیرقانوني ډول د پاتې کېدو لوړې کچې یادې شوې دي. سره له دې، ځینې محدودې استثناوې هم شته، لکه د امریکا د دایمي قانوني استوګنې لرونکي او د ځینو مخکینیو ویزو خاوندان.

دا نوی پراخوالی د هغه سفري بندیز دوام بلل کېږي چې ولسمشر ټرمپ د جون په میاشت کې د ۱۰۹۴۹ شمېرې فرمان له مخې پر ۱۹ هېوادونو لګولی و. هغه بندیز د اجرائیوي فرمان ۱۴۱۶۱ وروسته عملي شو، چې د کابینې اړوندو وزیرانو ته یې لارښوونه کړې وه څو هغه هېوادونه وارزوي چې د ارزونې او پلټنې کمزوري میکانېزمونه لري، او دا وټاکي چې ایا د کډوالۍ او تابعیت قانون له مخې پرې محدودیتونه ولګول شي که نه. دغه قانون ولسمشر ته اجازه ورکوي چې د بهرنیو وګړو د ننوتلو مخه ونیسي، که د هغوی راتګ د امریکا له ملي ګټو سره په ټکر کې وي یا په درغلیزو کړنو کې ښکېل وي.

د دې پراخ شوي بندیز منتقدان اندېښنه لري چې په فرمان کې د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) غوښتونکو لپاره کومه څرګنده استثنا نشته، په ځانګړي ډول هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځي او ملکي ماموریتونو سره همکاري کړې وه. همداراز، د بندیز پخوانۍ بڼې هم له سختو نیوکو سره مخامخ شوې وې، ځکه چې ډېری یې پر مسلمان مېشتو او افریقايي هېوادونو تمرکز درلود، چې د ټرمپ د لومړۍ دورې له سفري بندیز سره ورته والی لري؛ هغه بندیز چې د اوو مسلمان مېشتو هېوادونو وګړو ته یې امریکا ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله.

د سفري بندیز وروستی پراخوالی د نوومبر میاشتې له هغې پېښې وروسته اعلان شو چې په واشنګټن ډي‌سي کې رامنځته شوه.

 په دې پېښه کې رحمان‌الله لکڼوال، چې د افغانستان وګړی و، د امریکا د ملي ګارد پر غړو ډزې وکړې چې له امله یې یو کس ووژل شو او بل ټپي شو. د دې پېښې په غبرګون کې، د ټرمپ ادارې د کډوالۍ سخت اقدامات اعلان کړل، چې پکې د پناه غوښتنې او د کډوالۍ د نورو غوښتنلیکونو ځنډول هم شامل دي.

1 COMMENT

  1. JFK IS ALMOST EMPETY,
    ALL AIRLINE FLIGHTS ARE CANCELLED OR DELIGHT.
    BEFORE ONE FLIGHT WAS 1800 DOLLARS NOW IS COST 300 DOLLARS
    EMPLOYEES IN AIRLINES LOSE THEIR JOBS
    PEOPLES AND BUSINESS RUNNING TO PIKING/MOSCOA NEW DELHI.
    DOUBAI ALSO SLOW,ALL HOTELS ARE EMPETY FROM PASSENGERS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...