پنجشنبه, دسمبر 18, 2025
Homeخبرونهد ټرمپ د دفتر ريیسه: ټرمپ شراب نه ځښي خو شخصیت یې...

د ټرمپ د دفتر ريیسه: ټرمپ شراب نه ځښي خو شخصیت یې د شرابیانو غوندي دی

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) د امریکا د ولسمشر د دفتر رييسې سوزي وایلس ویلي چې ډونالډ ټرمپ الکولي مشروبات نه څښي، خو د هغه شخصیت د شراب‌څښونکو ته ورته دی.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، سوزي وایلس په وروستیو کې له یوه امریکایي مجلې سره په پرله‌پسې مرکو کې د ډونالډ ټرمپ، د هغه د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د اجنډا او د هغه د ځینو نژدې متحدانو په اړه بې‌ساري صراحت ښودلی، چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

نوموړې په دغو مرکو کې له ټرمپ سره د کار کولو خپلې تجربې ته په ښکاره ډول اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د ولسمشر شخصیت د شرابي انسان په څېر دی، سره له دې چې ټرمپ د الکولو له څښلو د ډډې کولو له امله مشهور دی. وایلس ویلي: «زه پوهېږم چې ټرمپ شراب نه څښي، خو د هغه شخصیت د شرابیانو غوندي دی.»

هغې د ولسمشر د غچ اخیستنې پر ذهنیت هم خبرې کړي او منلې یې ده، چې د ټرمپ د دوهم پړاو د واکمنۍ ځینې پرېکړې د غچ اخیستنې له احساسه اغېزمنې وې. د هغې په وینا: «زه فکر نه کوم چې هغه هر سهار د غچ اخیستنې په نیت راپاڅي، خو کله چې فرصت پیدا شي، حتماً داسې ګام اخلي.»

سوزي وایلس زیاته کړې چې ټرمپ له دې باور سره حکومت کوي چې داسې هېڅ کار نشته چې هغه یې ترسره نه شي کړای.

هغې همداراز اشاره کړې، چې ټرمپ غوښتل په وینزویلا کې پر کښتیو د بمباریو له لارې حکومت بدل کړي. نوموړې هغو لانجمنو مسایلو ته هم اشاره کړې چې ټرمپ پکې د هغې سلا مشورې له پامه غورځولې دي، لکه ایستنې (ډیپورټیشنونه) او بښنې.

د امریکا د ولسمشر د دفتر مشرې، د ولسمشر مرستیال جې‌ډي وېنس د دسیسې په تیوریو (کانسپریسي نیوري) باورمن بللی او ایلن مسک یې «ډېره چېغېدونکې مرغۍ» (بک‌بک کوونکې) بللی دی.

بل‌خوا، سوزي وایلس ویلي چې رسنیو د هغې ځینې خبرې ناسمې او له خپل اصلي سیاق او سباق پرته خپرې کړې دي.

خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وایلس دفاع کړې او د هغې د کار ستاینه یې کړې ده.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ پخوا سوزي وایلس تر ټولو پیاوړې څېره بللې وه او ویلي یې و، چې هغه د یوې تیلفوني اړیکې له لارې هم پر نړیوالو چارو اغېز کولای شي.

په یوه جلا بیان کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ ویلي، چې ټرمپ تر سوزي وایلس زیات وفادار او پیاوړی سلاکار نه لري او ټوله اداره د هغې تر شا ولاړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...