تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ مه) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي، سره له دې چې په ځینو پړاوونو کې محدودیتونه موجود وو، خو له افغانستان سره سرحدي سوداګري د روان کال له پیل راهیسې ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د هیرمند ولسوالۍ ولسوال علیرضا شهرکي د افغانستان او ایران ترمنځ د میلک له سرحدي بندر له لارې د دوو هیوادونو ترمنځ د ورځني تګ راتګ په اړه وویل چې دا مهال شاوخوا ۴۰۰ باروړونکي موټر هره ورځ له دې لارې تګ راتګ کوي، او ټاکل شوې ده چې دا شمېر تر زرو موټرو پورې زیات شي.
د مهاجرو د ستنېدو اغېز او د سوداګرۍ بیا زیاتوالی
علیرضا شهرکي د شنبې په ورځ (د قوس ۲۲مه) وویل، د کال په ځینو برخو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له امله د میلک سرحدي بندر ورځنی فعالیت کم شوی و، خو په وروستیو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت له پلاوي سره د ګډې ناستې له ترسره کېدو وروسته، سرحدي مبادلې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.
د میلک بندر ستراتیژیک اهمیت
میلک د ایران او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ له مهمو سرحدي لارو څخه شمېرل کېږي او د سیستان او بلوچستان د ازادې سوداګریزې او صنعتي سیمې برخه ده. دا بندر د ایران د هیرمند ولسوالۍ په محدوده کې دی او د افغانستان نیمروز ولایت ته نژدې موقعیت لري.
سیمهییز بدلونونه او د طالبانو نوې سوداګریزه تګلاره
دغه ایراني چارواکی په داسې حال کې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي خبر ورکړ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو تر پرې کېدو وروسته، طالبانو له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران سره، خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.
په دې اړه نور په لاندې راپور کې: