تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۲ مه) په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم حبیبولین، وایي د پاکستان له لوري د ترانزیتي لارو تړل کېدو افغان سوداګر دې ته اړ کړي چې په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیه کې، نوي بازارونه ولټوي.
هغه زیاته کړه چې د روان کال د مني له پیل راهیسې تر اوسه له افغانستان څخه څه باندې ۳۰۰ ټنه انار روسیې ته صادر شوي، چې د مسکو، سنتپترزبورګ او کراسنودار په ښارونو کې پلورل شوي دي.
د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر همداراز وویل، پر انارو سربېره، مڼې، انګور او نور کرنیز محصولات هم له افغانستان څخه روسیې ته لېږدول کېږي، او تمه ده چې دا محصولات به د وچو مېوو او څښاکونو په څېر، په روسي بازارونو کې ښه ځای ومومي.
حبیبولین په دوام کې وویل چې د ایران، تاجکستان او ازبکستان په څېر ګاونډي هېوادونه د افغانستان د محصولاتو د ترانزیت په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړې دي او د سرحدونو له لارې د صادراتو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.
له ستونزو تر فرصتونو
افغانستان له کلونو راهیسې د سیاسي بېثباتۍ او سرحدي محدودیتونو له امله د خپلو کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې له جدي ستونزو سره مخامخ و. د پاکستان له لوري د ترانزیتي لارو تړل کېدا—چې د افغان کرنیزو توکو لپاره اصلي سوداګریزه لاره بلل کېده—د دې سبب شوه چې افغان سوداګر بدیل بازارونه، په ځانګړي ډول په روسیه او نورو ګاونډیو هېوادونو کې، ومومي.
د طالبانو او روسیې وروستۍ هوکړه
د طالبانو او روسیې ترمنځ وروستۍ هوکړې، د صادراتو د اسانتیا تر څنګ، افغانستان ته دا فرصت برابر کړی چې خپل کورني عواید زیات کړي او د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې نوی فصل پرانیزي.