شنبه, دسمبر 13, 2025
Homeخبرونه‏افغانستان په ایران کې د سیمې هېوادونو د استازو په غونډه کې...

‏افغانستان په ایران کې د سیمې هېوادونو د استازو په غونډه کې ګډون نه کوي

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۲مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، ‏افغانستان په ایران کې د سیمې هېوادونو د استازو په غونډه کې ګډون نه کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل زیاته کړې چې، په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه غونډه کې د افغانستان حکومت ته هم بلنه ورکړ شوې خو دوی پکې ګډون نه کوي.

تکل د نه ګډون لامل دا یاده کړې چې، افغانستان اوسمهال د شته سیمه‌ییزو سازمانونو او فارمټونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او په دغه برخه کې یې ښه پرمختګ هم کړی دی.

هغه زیاته کړې چې بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د شته دریځونو د پیاوړتیا له لارې د سیمه‌ییز تفاهم او همکاریو پر پراختیا باور لري.

تر دې وړاندې ایران ویلي و چې، راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې غونډې کوربانه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیاو ته په اشارې ویلي وو، چې هېواد یې په ګاونډ کې سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکوي.

ایران بیا تازه د طالبانو د حکومت دې پرېکړې ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...