Homeخبرونهمسوولان: ‏پرون جمعه کابو ۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

مسوولان: ‏پرون جمعه کابو ۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۲مه) د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسيون دارالانشاء په خپل راپور کې ويلي، چې پرون (جمعه، ليندۍ ۲۱مه) ۳ زره او ۸۴۰ افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور پر بنسټ، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۱ زر او ۳۲ تنه، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲ زره او ۴۴ تنه او د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۶۴ تنه هېواد ته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون په وينا، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مالي او ټرانسپورټ کمېټو له لارې بېلابېل خدمتونه برابر شوي، چې پکې نغدي مرستې او خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر تازه یو ځل بیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو غوښتي چې، له افغان کډوالو سره له زورزیاتي او تاوتریخوالي ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...