Homeخبرونهچارواکي: لغمان کې د وسلو یوه لویه ډیپو کشف او ضبط شوه

چارواکي: لغمان کې د وسلو یوه لویه ډیپو کشف او ضبط شوه

تاند ( شنبه د لیندۍ – قوس ۲۲مه)  لغمان کې طالب مسوولان وایي چې د دې ولایت په «علیشنګ» ولسوالۍ کې د سلګونه مهماتو یوه ډېپو کشف او ضبط شوې ده.

په دغه ولایت کې دطالبانو امنیتي پولیسو ویلي چې دا ډېپو په سایګل دره کې کشف شوې چې، پکې ۵۱ د هاوان مرمۍ، ۲ هشادو دو مرمۍ، ۲۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۱۰۰ د پیکا مرمۍ، یو د پرسونل ضد ماین، ۲۸ د هاوان سرګلولې او ۴ د هشتادو دو سرګلولې شاملې دي.

د مسوولانو په وینا په دې تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

د مالوماتو له مخې بل لورته د طالبانو کورنیو چارو وزارت له تېر یوه کال راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د غیرقانوني وسلو د ګرځولو او همداراز د مهماتو د قاچاق په تړاو لسګونه کسان نیولي دي.

یاد وزارت ټینګار کړی چې دوی به هېچاته اجازه ورنکړي چې غیرقانوني وسلې وګرځوي او همداراز یې په هېواد کې د وسلو د پخوانیو ډېپوګانو د کشف او ضبط هڅې هم پیل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...