تاند ( شنبه د لیندۍ – قوس ۲۲مه) د رسنیو د راپورونو له مخې د ناروې نوبل کمېټې د بشري حقونو فعالې او د ۲۰۲۳ کال د سولې د نوبل جایزې ګټونکې، نرګس محمدي، د نیول کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا یې «وحشیانه نیونه» بللې ده.
د ناروې نوبل کمېټې پرون د جمعې په ورځ، په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي چې نرګس محمدي له یو شمېر نورو مدني فعالانو سره یو ځای نیول شوې ده.
د یادې کمېټې په وینا، نرګس محمدي په ایران کې د بشري حقونو، د بیان ازادۍ او د دیموکراټیک ګډون یوه پیاوړې مدافع ده.
خبرپاڼه کې د ناروې نوبل کمېټې له ایراني چارواکو غوښتي، چې د نرګس محمدي د اوسني وضعیت او ځای په اړه سمدستي وضاحت ورکړي، د هغې خوندیتوب او انساني کرامت تضمین او پرته له شرطه یې خوشې کړي.
سرچینې همداراز ټینګار کړی چې دوی له نرګس محمدي او له هغو ټولو کسانو سره بشپړه خواخوږي لري چې په ایران کې د بشري حقونو، د قانون د حاکمیت او د بیان د ازادۍ لپاره په سولهییزه توګه هڅې کوي.
د ناروې نوبل کمېټې دې ته هم اشاره کړې چې د ایران او وینزویلا د حکومتونو ترمنځ د نږدې همکارۍ له امله، د نرګس محمدي نیونه په داسې وخت کې شوې چې د سولې د نوبل جایزه تازه د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې، ماریا کورینا ماچادو، ته ورکړل شوې ده.
د دې ترڅنګ د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) هم د ایران حکومت له لوري د بشري حقونو د یو شمېر مدافعانو، په ځانګړي ډول د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي، د نیول کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
یاد سازمان له ایراني چارواکو غوښتي چې ټول هغه کسان چې د خپلو بنسټیزو حقونو د کارولو له امله نیول شوي، سمدستي خوشې کړي.