شنبه, جنوري 17, 2026
Homeخبرونهتاجکستان، افغانستان کې د سیمنټو پر تولید پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

تاجکستان، افغانستان کې د سیمنټو پر تولید پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۲مه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د تاجکستان یو شمېر پانګوالو په افغانستان کې د سیمنټو پر تولید پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، هغوی د یوې لیدنې پر مهال د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت الله بدري سره په دې اړه خبرې کړې دي.

سرچینې ویلي چې، چمتو دي څو په دې هیواد کې په افغانستان کې د سیمنټو پر تولید پانګونه وکړي.

طالب وزیر د هغوی د پانګونې هرکلی کړی او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، په دې وروستیو کې له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندیدو وروسته هېواد کې د سمنټو بیې ډېرې لوړې شوې.

اوس یو ځل بیا د نورو سوداګریزو لارو تر پرانیستل کېدو وروسته د سیمنټو بیې راټیټې شوي او د کارپوهانو په باور کې تاجکستان دا ژمنه پوره کړي، ژر به بیې نورې هم ټیټې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل پاچا ازمون

د وطن غمي د لوړاګي په بټۍ کې زموږ شریکباڼي ټیلفون ته کولپ اچولی و، کله به چې د هغه خوښه وه، نو کولپ به...