تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۲مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان ۱۴۰۴ هـ ل کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان او روسیې د ۳۶۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.
مسوولان وایي دغه سوداګري د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۲ سلنه زیاته شوې ده.
د طالبانو د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته ویلي، په یاده اندازه کې درې میلیونه ډالره د افغانستان صادرات روسیې ته او د ۳۶۳ میلیونه ډالرو واردات له دغه هیواده افغانستان ته شوي دي.
جواد وايي، د افغانستان په صادراتو کې وچه او تازه مېوه، د بخار دېګونه، پنبه، معدني او تالک ډبرې او له یاد هیواد څخه په را وارد شوو توکو کې نفت او ګاز، غنم، د کارخونو خام مواد، روسۍ تختې او افتاب پرست ګل غوړي شامل دي.
د یاد وزارت شمېرې ښيي چې، تېر کال دغه سوداګري په یاده موده کې ۱۷۴ میلیونه ډالره وه؛ خو سږ کال تر اوسه ۱۹۲ میلیونه ډالره زیاتوالی په کې راغلی دی.