پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهعزیزي: د ایکو سازمان راتلونکې غونډه د افغانستان په کوربه‌توب کېږي

عزیزي: د ایکو سازمان راتلونکې غونډه د افغانستان په کوربه‌توب کېږي

تاند ( شنبه د لیندۍ – قوس ۲۲مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي وایي چې افغانستان د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان د راتلونکې غونډې کوربه‌توب ته چمتووالی لري.

د عزیزي په وینا چې د یاد سازمان غونډه به دا ځل د افغانستان په کوربه‌توب وشي.

عزیزي دا کوربه‌توب د افغانستان لپاره مهم یاد کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ویلي چې، د دې غونډې لپاره د افغانستان د کوربه‌توب موضوع د ایکو سازمان په تېره غونډه کې مطرح شوې او کابل دا مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د مالوماتو له مخې ایکو له هغو مهمو سازمانونو څخه دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا په موخه رامنځته شوی.

د یادونې وړ ده چې د دې سازمان په تېره غونډه کې هم افغانستان ګډون وکړ او د افغانستان پر بېلابېلو اقتصادي مسایلو بحثونه پکې وشول.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دې وروستیو کې د هند په ګډون یو شمېر هېوادونو ته سفرونه هم کړي او له چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې او هوکړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...