پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسبا په ۱۶ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی

سبا په ۱۶ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۲مه) د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست سبا یک شنبه په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدو اټکل کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې کندهار، روزګان، هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، جوزجان، فاریاب، بلخ، بامیان، دایکندي، زابل، غزني، میدان وردګ او بدخشان هغه ولایتونه یاد کړي چې، پکې د باران او واورې اټکل شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یادو ولایتونو کې به له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي مترو د باران او له ۱۰ څخه تر ۳۵ سانتي مترو د واورې ورېدلو اټکل شوی دی.

دا اټکل داسې مهال اعلان شوی چې، په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون د هېواد لویو ښارونو کې د ککړې هوا له امله خلک سخت په تنګ راغلي.

روغتیا پالان وایي، د ککړې هوا له امله موسمي ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...