Homeخبرونهد ځوانانو اسیا جام؛ افغانستان خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته وبایلله

د ځوانانو اسیا جام؛ افغانستان خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته وبایلله

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۲مه) د افغانستان له ۱۹ کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د ځوانانو په اسیاجام کې خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته وبایلله.

افغان نوولس کلنو ځوانانو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زيان بنګله دېش U19 ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه فيصل خان شينوزاده ۱۰۳، عزير الله نيازي ۴۴، عزيز الله مياخېل ۳۸*، عثمان سادات، ۳۴ او عبدالعزيز ۲۶* منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د هدف په دفاع کې ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ۷ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل، خو سیالې لوبډلې په پای کې د ۳ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

افغان لوبډله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د یادو سیالیو په لړ کې د خپلې دویمې لوبې لپاره د سریلانکا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...