Homeخبرونههند ته د مسي سفر؛ له نه‌لیدو وروسته یې مینه‌وال په قهر...

هند ته د مسي سفر؛ له نه‌لیدو وروسته یې مینه‌وال په قهر او ګډوډي یې وکړه

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۲مه) هند ته د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل میسي سفر په ګډوډیو پیل شو.

مېسي د شنبې په ورځ د کلکتې ښار په لوبغالي کې له ګډوډۍ سره مخ شو.

قهرېدلو مینه‌والو وروسته له هغه چې، مسي یې ونه لیده ګډوډي وکړه.

مسي یوازې شاوخوا ۲۰ دقیقې د کلکتې د سالټ‌لېک په لوبغالي کې حاضر شو،مینه والو یې چیغې وهلې، او هر یوه هڅه کوله مسي سره وګوري، خو د زرګونه مینه والو په منځ کې دا چاره ناممکنه  او میسي له میدانه ووت.

خو مینه والو یې څوکۍ ماتې او میدان ته یې وغورزولې.

د راپورونو له مخې، یوه مینه‌وال یې ویلي، چې نندارچیانو د ټکټونو د پېر لپاره تر ۱۲ زره هندي روپیو په دې خاطر مصرف کړې وې،  څو میسي وګوري.

دی وایي آن په دې هم بریالی نشو چې، د هغه څېره وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...