پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د بشري مرستو درولو په ضد کمپاین ظلم دی| میاخېل

د بشري مرستو درولو په ضد کمپاین ظلم دی| میاخېل

له بده مرغه ځینو په دې ژمي کې تر کمپلو لاندې کمپاین پبل کړی چې په افغانستان باندې باید بشري مرستې ودرول شي ځکه طالبان له بشري مرستو نه استفاده کوي.
د افغانستان زیات ولس په مرستو ژوند تیروي او ولس باید د طالبانو یا نړیوالو د غلطو پالیسیو قرباني نه شي.
کمپاین باید داسي وي چې میکانیزمونه ورته جوړ شي چې ولس ته مرستې ورسیږي او د طالبانو لوړ پوړي چارواکي ترې استفاده ونه کړي.
د ولس په ضد د مرستو بندیدل ظلم دی. په هیڅ صورت باید په ولس باندې مرستې ونه درول شي. په ولس مرستې درول د انساني، اخلاقي، افغاني او انساني ټولو ارزښتونو خلاف عمل دی چې هر څوک یې کوي.
د مرستو بندیدل، د طالبانو د لوړ پوړوکو چارواکو په ژوند هیڅ منفي تاثیر نه لري ځکه د معلوماتو له مخې، هغوي وایي چې دوی لس کاله نور هم ملت زبېښلی او حکومت پرې کولی شي.
له بده مرغه، په دې کمپاین کې هغه کسان برخه لري چې تر چرګانو پورې یې خپل ټول اقارب د ښځو د مدني فعالانو، میډیا او نورو نومونو باندې له هیواد نه ایستلي، افغانستان کې نږدې خپلوان او خواخوږي نه لري او لکه د طالبانو په شان، دوی هم د ولس پروا نه لري.
که څوک خپلوان هم ونه لري، افغانان باید د هر ډول سیاسي او خود غرضه کمپاینونو قرباني نه شي ځکه د هرې مبارزې هدف باید د افغانستان د ولس سوکالي او ارامي وي.

1 COMMENT

  1. د فلسفی مسائلو په هکله به د افلاطونی مُثل درک لږ غوندی پیچلی او مغلق وی خو د عامیانه او ساده مثالونو په وړاندی کولو به د یوی موضوع د حقانیت اثبات ډیر اسانه وی.
    امّا عامیانه تمثیل:
    ” احمد ادعا لری چی یو شتمن او په عین حال کی یو زړه سواند او د بیوزلو کسانو خواخوږی او غمخور دی، احمد غواړی د خواخوږی او مالی مرستی په موخه د بیوزله محمود د کور دروازه ور وټکوی پدی وخت کی ئی ناببره یو کس مخی ته دریږی او ور ته وائی چی احمد جانه د محمود سره مرسته مه کوه ځکه هغه زما دښمن دی.
    که احمد ددی خیرن کس پر خبره غوږ ونیسی او د محمود سره د مرستی څخه ډډه وکړی نو منطقی نتیجه به دا وی چی:
    یا احمد دروغجن دی او اصلاً ئی د بیوزله او مستحق محمود سره د مرستی اراده او نیت نه درلود یا د دی شرور کس سره په تبلیغاتی او پروپاګنډی معامله کی شریک دی او پدی توګه غواړی کلیوالو ته وښئی چی ګواکی د بیوزلی محمود سره د مرستی اراده لری خو خپل ګاونډ او تربور، د محمود سره د مرستی څخه منصرف کړم “.
    نو عرض می دا دی چی موږ به کله د غربیانو د ریاکارانه کړونو په شیطانت اعتراف وکړو؟
    داسی ښکاری چی د وزارت او ریاست او آمریت د لاسته راوړلو په هیله مو پر ټولو حقائقو پښه ایښی او سترګی پټی کړیدی.
    آیا دا به یو منطقی امر وی چی:
    یو شتمن او ځواکمن کس یو مسکین او بربنډ کس ته یو کمیس په سوغات کی ورکوی نو ولی ئی له اوله سره ددی مسکین کس د تن څخه کمیس باسلی دی؟
    بناً
    په ” جنت ” کی بی عقلان او خائنان هیڅ ځای نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...