یکشنبه, دسمبر 14, 2025
Homeخبرونهد افغانستان په کابو نیمايي ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

د افغانستان په کابو نیمايي ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

تاند (یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۳مه) د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د نن  یکشنبې لپاره په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او واورې د اورېدو اټکل کړی دی.

دغه وزارت پرون (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې کندهار، روزګان، هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، جوزجان، فاریاب، بلخ، بامیان، دایکندي، زابل، غزني، میدان وردګ او بدخشان هغه ولایتونه یاد کړي چې، پکې د باران او واورې د اورېدو اټکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یادو ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي مترو د باران او له ۱۰ څخه تر ۳۵ سانتي مترو د واورې ورېدلو اټکل شوی دی.

دا اټکل داسې مهال اعلان شوی چې، په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د ککړې هوا له امله خلک سخت په تنګ شوي او وايي چې د ورښت د نشتوالي له کبله موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.

د چاپیریال ساتنې متخصصان وايي چې د ژمې په لومړیو کې د واورو اورېدا د وچکالۍ له کمېدو سره زیاته مرسته کوي ځکه چې ورپسې هوا سړه وي او واورې په اسانه او ژر نه ویلي کېږي او له دې کبله یې مځکه په تدریجي ډول جذبوي او دا چاره سبب کېږي چې تر مځکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...