شنبه, جنوري 17, 2026
Homeخبرونهد ملا عمر مجاهد مور وفات شوې ده

د ملا عمر مجاهد مور وفات شوې ده

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ مه) د افغانستان د واکمن رژیم ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د تحریک د بنسټګر او پخواني مشر، ملا محمدعمر مجاهد، مور وفات شوې ده.

هغه وویل چې د ملا عمر د مور د جنازې او فاتحې مراسم به د کیشنبې (نن) او دوشنبې په ورځو کې په کندهار ولایت کې ترسره شي.

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې، چې په خواله رسنیو کې یې خپره کړې، لیکلي چې د د طالبانو د تحریک د بنسټګر د مور د جنازې مراسم به د کندهار ولایت په عیدګاه جامع جومات کې ادا شي.

ښاغلي مجاهد د ملا عمر د مور د عمر او د مړینې د علت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ملا عمر شالید

ملا محمد عمر له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې د طالبانو مشر او امیرالمومنین و. په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له برید وروسته د طالبانو رژیم نسکور شو او ملا عمر پټ ژوند ته مخه کړه.

هغه تر خپل مرګه پورې په پټه ژوند وکړ او د مړینې خبر یې په ۲۰۱۵ کال کې تایید شو.

طالبانو په تېرو کلونو کې ویلي چې ملا عمر د ۱۳۹۲ لمریز کال د ثور میاشتې په څلورمه، د نري رنځ (سل) ناروغۍ له امله وفات شوی دی. په ۲۰۲۱ کې له بیا واک ته رسېدو وروسته د طالبانو حکومت د ملاعمر د قبر ځای په زابل ولایت کې رسماً اعلان کړ.

د کورنۍ معلومات

د طالبانو د معلوماتو له مخې، غلام نبي، د ملا عمر پلار، په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په کندهار ولایت کې وفات شوی دی. ملا عمر د خپل پلار د مړینې پر مهال پنځه کلن و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادیبانو په نوم د ورځ لمانځلو ګټې | غني حسن

کله چي د ګډ تاریخ، شریک فرهنګ، کلتور او هنر خبره کېږي؛ نو په تاریخ کي مو جګړې، سرښندني، قربانۍ مبارزې او ویاړونه سره...