تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ نع) د امریکا متحدوایالتونو د «UH-60A+ بلکهاک» هلیکوپټرو دوهمه جوپه پېرو ته سپارلې ده. د راپورونو له مخې، دا څرخکې له کولمبیا څخه لېږدول شوي، چې هلته له دې وړاندې د دغه هیواد د ملي پولیسو لهخوا کارول کېدې.
د «SA Defensa» د راپور پر بنسټ، دا هلیکوپټرونه په اصل کې د افغانستان د هوايي ځواک په واک کې وو، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یو شمېر بلکهاک هلیکوپټرونه ازبکستان ته وتښتول شول.
هغه مهال، ټولټال ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ څرخکې، چې ۵۸۵ افغان پوځي پرسونل پکې سپاره وو، د ازبکستان فضايي حریم ته واوښتې او د ترمذ په هوايي ډګر کې کښېنستې.
کوم تجهیزات ازبکستان ته لېږدول شوي وو؟
د هغو تجهیزاتو په ډله کې چې د افغانستان له هوايي اډو څخه د ترمذ هوايي ډګر ته انتقال شول، لاندې الوتکې او هلیکوپټرونه شامل وو:
- د «Embraer EMB-314 Super Tucano» سپکې جنګي الوتکې
- د «Pilatus PC-12NG» څو موخیزې الوتکې
- هلیکوپټرونه، چې پکې «UH-60 بلکهاک»، «Mi-17» او سپک څو موخیز «MD-530» شامل دي
د طالبانو غوښتنه او د امریکا دریځ
د طالبانو استازو څو ځله ټینګار کړی چې دا الوتکې او هلیکوپټرونه د افغانستان شتمني ده او باید بېرته ور وسپارل شي. خو تاشکند په ځواب کې ویلي چې دا تجهیزات د امریکا ملکیت دي او د بېرته سپارلو وړ نه دي.
دغه دریځ وروسته د امریکايي چارواکو لهخوا هم تایید شو.
پیرو ته د بلکهاک هلیکوپټرو لېږل
د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې، هغه اووه بلکهاک هلیکوپټرونه چې د امریکا دفاع وزارت د کار وړ بللي وو، بېرته متحده ایالاتو ته انتقال شول.
تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ کال په نوومبر کې، امریکا د «Sikorsky UH-60A+» بلکهاک څو موخیزو هلیکوپټرو لومړۍ جوپه، چې نهه هلیکوپټرونه پکې شامل وو، پېرو ته ډالۍ کړه. د پېرو کانګرس د دغو هلیکوپټرو ترلاسه کول او د پولیسو ځانګړو واحدونو ته یې سپارل تصویب کړل.
تمه ده چې په پیرو کې به له دغو څرخکو څخه د ځانګړو امنیتي عملیاتو، د پرسونل د لېږد، د طبیعي پېښو پر مهال د خلکو د ژغورنې، بیړنیو تخلیو او بشري مرستو د رسولو لپاره کار واخیستل شي.
که په هغه وخت کې طالبانو د لنډمهال له پاره هم د افغان حکومت په ضد جنګ درولی وای او اوربند یې کړی وای. د جنګ ترخه ژبه یې نه کارولای، نو لږ تر لږه به د افغان ځواکونو او پوځ د غړو په طالبانو باندې دا ډاډ پیدا شوی وای چې که پاته هم شو سر مو خوندې دي اوس خو ډیری خلک له ویرې وتښتیدو. که دوئ ته ډاډ ورکول شوی وای امکان یې درلود چې دا الوتکې او څرکې افغان پیلوټانو بهر ته نه وای انتقال کړي. چې دا هم له پوځي اړخه لوی تاوان و چې وشو.