پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ یونان ته سفر، یوه تاریخي سفرنامه | سنګروال

 یونان ته سفر، یوه تاریخي سفرنامه | سنګروال

استادشهسوار سنګروال

د ډسمبر لومړۍ نېټه وه، په داسې حال کې ،چې شپې خپلې تیارې راټولولې او د سبا ستوري هم ورورو خپله لمنه خوره وله، چې یوناڅاپه د ګړۍ زنګ له خواږه خوبه راپاڅولم.

 د شپې وروستۍ شېبې وې او د ګړۍ ستنې هم په درې بجو ولاړې وې، له کوره ووتم او د رڼاګانوله ښکلي وطن، د لندن زړه نه مخ په هوایي ډګر، د یوه ګړندي موټر په وسیله روان شوم.

له لږ تم نه وروسته الوتکې ته پورته شوم، د سهار اووه بجې وې، چې دلرغوني یونان په نیت وخوځېدم.

 د لندن او یونان ترمینځ، د الوتکې د وزرو پر مټ درې نیم ساعته لاره وه او زه هم د اتن په سیمه ییز وخت د غرمې دولس نیمې بجې ،دیونان پلا زمېنې د اتن ښکلي او تاریخي ښارته ورسېدم.

د اتن ښار نه یوازې تاریخي دب دبه لري، بلکې جغرافیوي جوړښت یې هم د پام وړ دی او دا چې دې خاورې فیلسوفان او د جګړې ستر اتل سکندر غوندې کسان روزلي، یو لامل یې د یونان زړه راښکونکې، نرمه او پسته هواده.

د اتن جغرافیوي جوړښت کټ مټ کابل ته ورته دی، هغه په دې معنا که زوړ او نوې کابل، له یو شمېر نورو سیمو سره پیوند کړو، نو اتن ترې جوړېږي، راواخله له ارغندې، پغمان، غوربند، د سالنګ له لمنې نیولې تر کاپیسا، همغسې له سروبي را واخله تر خوردکابل، شېو کي او دارالامان پورې … 

همدارنګه اتن هم لکه د کابل غوندې د غرونو په کلا کې را ایسار دی او د دې لرغوني ښار د ښکلا دب دبه یې څو برابره زیاته کړې ده.

زه د ډسمبر په ۲ومه نېټه، هغې تاریخي سیمې ته لاړم، چې د هغه مهال د تمدن یوموهم ټاټوبی دی « زوت » یادوم، چې ټېمپل نومېده، یوه مذهبي کلا وه،چې په ۱۳ مې زېږدي پېړۍ کې جوړه شوې وه، له دېنه سوونه ګامه وړاندې د اتن ښار پارلمان پروت و، چې مخې ته یې زرګونه سیلانیان او لاریون کوونکي له خپلو شعارونو سره ولاړ ول.

د ډسمبر په درېیمه نېټه، ورپسې هغې تاریخي غونډۍ ته لاړم، چې د تاریخ په اوږدو کې ډېرې سړې تودې پرې راغلي، لیدلې اوګاللې دي، دې سیمې په توله کې د سرخلاصي موزیم بڼه درلوده… د غونډۍ په لمنه کې، یوزړه راښکونکی تیاتر ترسترګو کېده، چې دېوالونه یې له ډبرېنو خښتو جوړ و او دا هغه تیاتر و، چې له میلاد نه پنځه زره کاله وړاندې جوړ شوی و.

په لرغوني اتن کې تیاتر یوازې د ساعت تېرۍ وسیله نه وه بلکې د دوۍ د مذهبي ارزښتونو یوه سپېڅلې ننداره وه او دا هغه تیاتر و، چې په دې کې دا شیلوس، او رپېدیس، ارستوفانس اوپه لسګونو لیکوال او د تیاتر لوبغاړي د هنر او ادب ډګر ته راووتل، خواشیلوس لومړی لیکوال و، چې تراژیدي ډرامې یې ولیکلې او لسګونه وارې لومړۍ درجه جایزې اوډالۍ ترلاسه کړې.

له تراژیدي ډرامونه پرته کمېډي ډرامې هم یو د بل پسې د هنر اوادب ډګر ته راووتې او کله به چې لوبغاړو ښه تمثیل تر سره نه کړ ، نوبیا به جزا ورکړ کېده او په دغه تیاتر کې اوولس زره سیلانیان اونندارچیان ځاییدل.

د دغه تیاتر په څنګ کې یو بل تیاتر ودان واوداهغه تیاتر و، چې د رومیانو له بریدنه وروسته جوړ شوې وه، چې ماڼۍ یې د لومړي تیاتر په پرتله پر مخ تللې وه او په دویمه میلادي پېړۍ کې ودان شوی و او« ۲۰۰۰» زره نندارچیان په کې ځاییدل.

کله چې له تیاتر نه مخته لاړو، هلته د یوه لرغوني روغتون نښې نښانې هم ترسترګو کېدې او په ډبرینو خښتو یې يو شمېر انځورونه او تصویرونه کاګل شوي ول.

کله چې د غونډۍسر ته پورته شو، هغه اساسي کلا مو ولیده چې لرغونې دب دبه یې له ورایه ښکارېده او دغه سیمه د اتن ښار له ټولو زړه سیمه وه.

دې کلا ته یې «اکروپولیس» ویلې، چې معنا یې د غونډې د سرکلا وه او دغه لرغونې کلا له میلاد نه دوه زره کاله وړاندې له ډبرینو خښتو جوړه شوې وه او دغه ماڼۍدیونان د یو ستر ټولواک استوګنځاې وو، چې د غې ماڼۍ ته مخامخ یوه بله ستر ه غونډۍ وه، هلته د یوه شتمن پانګوال هدیره وه،چې لرغونې دب دب یې له ورایه ښکا رېده.

هغه مهال چې دپارس هخامنشیانو برید وکړ، که څه هم په لومړي برید کې ماته وخوړه، خو په دویم برید کې داتن خلکو ته یې ماته ورکړه او دوۍ دیونان یوې بلې ټاپو ته پناه یووړه.

کله چې کلونه وروسته هخامنشیانو ماته وخوړه دغه لرغونې اوتاریخي ماڼۍ له سره ورغاول شوه،چې ددغې ماڼۍ مخامخ لږ وړاندې یو کلې ودان و ، چې هغه کلي ته یې د موکراسۍ کلی وېلې.

د اکرو پولیس کلا کې د یونانیانو «د هغه وخت خدایان» ځای پرځای ول ،ددغې سترې ماڼۍ چپ یعنې کیڼ اړخ ته یوه بله ماڼۍ ودانه وه، چې په ښځینه تابلوګانو ښکلې شوې وه، دا ډېره مهمه ماڼۍ وه او ځانګړی درناوی ورته کېده.

هغه وخت چې عیسویت په دغه سیمه کې خپور شو، دغې کلا بیا د کلیسا بڼه خپله کړه، ولې بیا هم دې کلا خپل سیاسي ارزښت اودب دبه درلوده.

هغه ماڼۍ چې واکمن به پکې استوګن و، چې بیا کلیسا شوه «پرتینن» نومېده اوکله چې ترکانو پرې برید وکړ نو بیا ترې جومات جوړ شو، ولې هغه چې یونانیانو پرې بیا برید وکړ، د جومات په یوه کوټه کې مسلمانانو باروت ځای پر ځای کړي وو، بیا هغو ته چاودنه ورکړ شوه، چې د دې تاریخي کلا دې ماڼۍ ته درون زیان واووښت.

کوم خدایان چې د کلا په یوسیمه کې وو، مشر خداې یې د «زوس» په نوم یادېده او په خپله داتن ښار چې اصلي نوم یې «اتینا» و، دا د«زوس» د خدای لور کېده.

د ډسمبر په څلورمه نېټه، له هغه هوټل نه چې موږ پکې استوګن وو، د یوې بلې تاریخي ټاپو د لیدنې لپاره، د بېړیو تمځاې ته راغلو، شاوخوا د سهار اته بجې وې، چې بېړۍ ته پورته شو او په داسې حال کې چې ګڼو بېړېیو، د مدیترانې په سمندرګي کې یو د بل پسې سړکونه کاږل، یوه او بله خوا روانې وې، موږ هم د بیلا بېلو ټاپوګانو پاڼې اړولې، له یوې ټاپونه بلې ته اوله بلې نه بلې ته مولاره لنډوله، ترڅو چې اصلي ټاپوته ځان ورسوو.

په دغه سفر کې مو د بېلا بېلو ټاپوګانو تاریخي کلاوې له سترګو تېرولې، چې د هرې ټاپو په غېږه کې ودانې وې… د هرې ټاپو غېږه د ځنګله په شین بخن بخمل رنګینه وه اوخال خال به سپینو ماڼېیوترې خپلې ککرې را بېرون کړې وې.

د هرې ټاپو او غوڼډۍ په تندي د لمر وړانګې ځلېدلې، خو د پام وړ خبره خو دا وه، چې یوه شېبه به اسمان شین سو او یوه شېبه وروسته به بیا شېبه شېبه باران راوورې او د رنګارنګ ګلبوټو او ګلونو مخونه به یې ووینځل.

دا چې د هرې ټاپو خپله خپله ښکلا وه، نو موږ به هم، یوه شېبه د طبیعت ښکلې رنګینۍ ته پښه نیولي شو او داسې فکر به راپیدا سو، دا چې په دې هېواد کې، فیلسوفان، د جګړې او ټولواکمنۍ اتلان، لیکوال او شاعران، د هومر او هېرودت په ځېر تاریخپوهان د نړۍ ډګر ته راوتلي دی، ښایي یولا مل یې د اتن ښکلی او رنګین طبېعت وي او هغه د چا خبره چې ښه خواړه خورم، نو ښه فکر کولای شم.

د مدیترانې سمندرګي په پټه خوله، زړه کې ډېرې له شوره ډکې کیسې درلودې او د ټاپوګانو سترې کلاوې هم بې کیسونه وې اوبې چښتنو ټاپو ګانو هم دښکلې طبېعت ښکلې کېسې په زړه کې غوټه کړې وې ،خوددوۍښکلا ګانې پرته له باغوان او بڼوال نه اذلي ښکلې پیداوې او طبیعت د هغو پر مخ د مهربانۍ لاس راکاږلی وو.

چښتن تعالی د خپلې لورېینې او پرزوینې له مخې د مدیترانې ګلبوټو ته ځانګړې ښکلا، طبعي سخاوت او رنګارنګه ښکلا په نصیب کړې وه.

د مدیترانې د سمندر ګي هره ټاپو، هره دره اوهرناو… لکه زما دوطن ښکلی نورستان، داسې ښوون، داسې ناجوګان او ګلبوټي ،لمن لمن ګلان، د پستې او بادام میوه دارې ونې او ډېر داسې څه وو چې زه یې پښه نیولی کړم، چې هر ساعت به دې ورته کتل لکه چې چا مخ ورته د زمزمو په اوبو وينځلی وي.

د سمندر په غېږه کې ماهیانو له ډېرې خوشحالۍ ټوپونه وهل او تنکېیو هیلیو او بتکو د مدیترانې له څپو سره لوبې کولې او لکه زما د وطن زاڼې به چې د نیمې شپې په سمندرونو کې مزلونه کول.

د هیښتیا او حیرانتیا خبره خو دا وه، کله کله به د سمندر غېږه د هسکو غرونو په مینځ کې دومره وړه او تنګه شوه چې یوه ښه لامبوزن کولی شول چې له یوې ټاپونه بلې ته دځان لپاره د تګو راتګ لاره اواره کړي اوکله به سمندرګی دومره پراخه شو چې بېړۍ به پکې پخپل مزل ستړې کېدې.

په سیمه ییز وخت د ماسپښین دوه بجې وې له بېړۍ راښکته شوم او له ما سره نور سیلانیان هم وو، یوې ټاپو ته چې« اجینا » نومېده ورغلو او د لرغونپوهانوپه اند تاریخ یې له میلاد نه دمخه ۳۵۰۰ کاله پورې یقیني و، چې په ټوله کې دعمراندازه «۵۵۰۰ » کالوته رسېده  .

داسې انګېرل کېږي چې ښایي دسپينو سروسیکه هم لومړی همدلته وهل شوي وي اوسیمه ییزوخلکوهم داوېلې چې یونان شاوخوا دوه زره ټاپوګان لري ، خو ډېره ښکلې ټاپو یې همدغه د « اجینا » ټاپوبلل سوې ده .

رښتیا هم دا ټاپو دومره ښایسته وه چې دچا خبره په لیکلو یې قلم ستړی کېږي ، له همدې ښکلا اورنګيني سره سره عثماني ترکانو دغه ټاپو ونیوله اوڅلورسوه کاله یې پرې حکومت وکړ.

کله چې عثمانیانودغه سیمه ونیوله ،په دغه ټاپو کې ، چې دټولو کلیوشمېر یې دوه دېرشو ته رسېږي ۳۶۰ کلیسا ګانې اوچرچونه اباد ول اوبیا ترکانو پکې جوماتونه ورغول .

ددې ټاپو یوه کلي ته لاړم،چې « سنتا مرینا » نومېده ،د نوروکلیوپه پرتله یې یوه ځانګړنه داوه چې له میلاد نه پنځه پېړۍ دمخه دیوې سترې غونډۍ په سرودان شوی و، چې دوه خواوو ته یې سمندراودوه نورولوروته یې له ځنګلوډک ،اسمان څکي غرونه ترسترګو کېدل .

دتېروعقیدو له مخې ،دې سیمې یوخدایګوټی درلود،خو کله به چې یوطبعي ګواښ ترسترګوشو،خداېګوټی به هم له سترګوغیب شواود دغې ټاپو شمېرشپېته زره تنه وو اوحال داچې دټول یونان د نفوس شمېر لس میلونوشاوخوا تنو ته رسېږي.

هغه وخت چې پارسیانواتن ونیو،خلک همدغې سیمې ته ،چې « سلي مینا » نومېده راغلل، اوس دلته یوموهمه کلیسا ودانه ده،چې په یو وخت کې نه زره کسان پکې ځاییږي اوداسې انګېرل کېږي،کله چې به څوک ناروغه شودلته به راوړل کېده اودیوې شپې له تېرولو وروسته به روغ رمټ شو. 

په دغه سیمه کې اووه نوي سلنه خلک ارتودکس دي اودرې سلنه کاتولیک اوپروتستان دي، چرچ په درې پوړېیو کې اباد دی اوبله داچې دغه ټاپودومره موهمه وه چې ۱۸۲۴کال کې د دوه کلونو لپاره د ټول یونان پلازمېنه وه .

د ډسمبرپنځمه نېټه وه، داسې مهال و چې شېبه شېبه باران اورېده، د ورځې درې بجې وې،له هوټل نه مخ په هوايي ډګر را روان شوم ،له اوږده ځڼډ نه وروسته،د شپې اووه بجې اوپنځه څلوېښت دقیقې وې،چې الوتکه د اتن له هوايي ډګره راوالوته اوپه ځواکمنو وزرونو نویې داسمان تنابونه رالڼډول اوشاوخوا دشپې یوولس بجې وې، چې الوتکه  لندن ته څېرمه د « ګټ ویک » هوایي ډګر ته راکوزه شوه اوبیا دیوه ګړندي موټرپر مټ، چې په خپلو چټکوګامونویې زموږ د کلي لاره رالنډوله ، د شپې یوه نیمه بجه له ګڼو خاطرو سره کور ته ورسېدم .

 انشا الله د سفرتربلې پا ڼې

 د اوس لپاره همدومره 

 لندن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...