تاند (سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۴مه) د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال د لړم مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵ لکه ۹۶ زره ۷۹۷ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې، په دغه اندازه کې د حیرتان بندر له لارې ۴ لکه ۲۶ زرهره ۴۵۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۸ زره ۹۶۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷ زره ۲۴۲ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۵۴ زره ۱۴۰ ټنه صادر او وارد شوي دي.
حق شناس زیاته کړې چې، په دغو انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور مواد شامل دي.
نوموړی وایي د انتقالاتو له ډلې ۱۵۱۲ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ،د انارو جوس دي.
هغه وایي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات،ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، دوی هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.